کور / تازه خبرونه / کابل:دبهرنۍ امينتي کمپنۍ ناقانونه وسلي ونيول سوې

کابل:دبهرنۍ امينتي کمپنۍ ناقانونه وسلي ونيول سوې

په کابل کي د يوې بهرنۍ امنيتي کمپنۍ د ناقانونه وسلو په لرلو په تور وپلټل سوه او زيات شمېر وسلي او مهمات يې د افغان پوليسو له خوا ونيول سول


د جنايي جرمونو سره د مبارزې ريس ښاغلي عليشا پکتياوال وويل چي له يوې بهرنۍ امنيتي کمپنۍ څخه يې زيات شمېر وسلې ، مخابرې او نور مهمات نيولي دي .


علي شاپکتياوال څرګنده کړه چي د کمپنۍ له چارواکو څخه پوښتني ګروېږني رواني دي او مهمات د امنيې قومندانۍ ته سپارل سوي دي .