کور / تازه خبرونه / وسله والو طالبانو يو ښوونکی د ښووني په جرم وواژه

وسله والو طالبانو يو ښوونکی د ښووني په جرم وواژه

چهار شنبه په پکتيا ولايت کې د دوو پوليسو په شمول پنځه تنه ووژل شول


د پکيتا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ د کوه سين د سيمې د يوه ښوونځي ښوونکی تواب  د دولت ضد وسله والو طالبانو پدې تور وواژه چې ولې په ښوونځي کې زده کوونکو ته د انګليسي زده کړې ورکوي 


 دپکتيا ولايت د اطلاعاتو او ځوانانو چارو ريس دين محمد درويش وايي کله چې دنوموړي کس د وژل کيدو وروسته پوليس يادې سيمې  ته ولاړ نو د طالبانو دډلې سره مخ شول چې د نښتې وروسته دوه طالبان او دوه پوليس ووژل شول .


   درويش وايي وژل شوي کسان د طالبانو د المنصور په نوم په يوې دولت ضد وسله والې ډلې پوري تړاو لري چې په سيمه کې فعاليت کوي


 تر اوسه د يادې پيښي په اړه طالبانو رسنيو ته څه ندي ويلي


  د يادولو وړده چې  د پکيتا ولايت د سيدکرم ولسوالي په کوه سين سميه کې څه موده وړاندې هم  دولت ضد وسله والو کسانو يو ښوونځی په بمونو الوزولی وو.