کور / شعر / التجا

التجا

دبې ساه كلبوت پشاني
خپل دروح داوږو بار يو
نه خوشحال يو نه خوابدي
نه احساس مسؤليت كړي
نه پر مخ ځو چي ور تګ كړو
نه مايوس يو چي ژړا كړو
نه اميد ته په خندا يو
بس دا يو چي دغه شان يو
دخپل ژوند او وخت زيان يو
ماضي دا سي رانه تللې
چي ټوټكه مويې لاس كي نسته
جاري هم غير محسوسه
رانه درومي رانه ځغلي
دسبا پلان مو نسته
چي به څه كړو او به څه سو
داذر داور پېلوځي
كه خليل ته به ګلزار سو
دمادې جهان به خپل كړو
كه معني ته به اظهار كړو
هغه نور زموږ تر پولو
دي دباندي اووښتلي
ياددې جهان شاهان دي
هرڅه هر څه يې په واك كښي
يا فاني لار دخداي دي
معتصم فاني في الله دئ
دراتلونكي جنت خيل دئ
دښكلا ددر ياران
لو يه ربه لويه خدايه !!
زړه مي ستا په نور صفا كړې
چي پيدا مو سي په زړو كي
ستا دپاك در بار لوريني
ستا دميني مشالونه



ستا خوښۍ رضايتونه بې بې فاطمه روغتون وري ۸۴






التجا


دكاين په كار خانه كي ،درنګو ښكلا بدلون دي
راز دميني راز دعشق دي
بس نوښت دي بس ځلا ده ،درنګونو تجلا ده
نه يو رنګ دي ، نه يو خوند دي
نه يو شكل ، نه يو سپندي دي
په راز راز كي اووښتون دي
په ښوروښ يې هر مضمون دي
هم اثر دميني ښكاري ،هم زېور دحكمت ناڅي
هم انوار دحكمت پاڅي
په هر لوري ننداره ده ، په هر كنج كي نظاره ده
نه يوشي دي چي توصيف سي
نه يوباب دي چي تاليف سي
نه يو كور دي نه يو شور دي ،هر هر څه دي ستا جهان كي
دخلقت په دبستان كي



داو كيناواد بحري حيواناتو موزيم ۱/۱۲/۲۰۰۷







التجا
ستا دپاك حكمت په غېږ كي
روڼه ښكلې سر چشمه ده
دښكلا دراز اغاز دئ
درنګونو دامانه ده
دګلونو رهنما ده
دخوښيو استانه ده
دلته هم ستا په ستايش كي
په مستۍ ګلونه ناڅي
زما ربه زما خدايه !!
په هر ځاي كي ستا وجود دئ
په هر رنګ كي دي ثبوت دئ
په هر راز كي دي ښكلا ده
ته همېش مدام معبود يې
په نيستي كي په وجود يې
په هر وخت مي حق همراز كه
نېكمرغي كي مي اغاز كه
ددې دوو ستر ګو دكسيو
تر دباندي چي ښكارېږي
دا همه راز دخلقت دئ
كه فضا ده كه خلا ده
كه جامد كه هيو لا ده
كهكشان او سېرابونه
ددې واړو په در شل كي
داوږده زمان بهير دئ
چي شاهده دا كره ده
خدايه دادي هم مخلوق دئ
چي ور كړې دي پر غولي
زياته ډيره حوصيله ده
زه دي هم يو خوار مخلوق يم
چي پر مخ ددې هستېږم
زما دخوار وجود كالبوت كي
دي را كړي ، كوچني زړه دئ
زما پدې واړه زړګي كي
دغه راز ، دغه اغاز دئ
چي ته خداي زه دي مخلوق يم
زه عابد ته مي معبود يې
زما پدغه خوار زړګي كي
ستا ستايش ځايږي هر وخت
زې قانع كړي پدې يم
ته بقا زه په فناه يم
ولي زما دمرګي وخت كي
ستا دټول جهان هر كونج كي
هر طرف او په هر ګنج كي
نه مي ځاي دپوټېدو سته
نه باقي پر دې اورشو سته
پرما رحم وكړه خدايه !!
پر ما رحم وكړه خدايه !!



دچاپان هيواد پلازمينه ((ټوكيو))
۲۲/۱۱/۲۰۰۷