کور / کتابتون – اسلام او مذهب / کتابتون : [رښتنی استازی] د نوراحمد قرانمل انلاين اثر

کتابتون : [رښتنی استازی] د نوراحمد قرانمل انلاين اثر


مفسرالقرآن حاجي مولوي محمد نادر صاحب
زموږ ښكلي نبي حضرت محمدرسوال الله ((صلي الله عليه وسلم)) دلوي خداي((ج)) دلاري اخري اووروستۍ لويه رڼا ده چي دې دنيا ته يې را لېږلې ده ددې ځلانده ستوري نه چيرته مثال تېرسوي دئ ،نه سته اونه به راسي داده دخداي((ج))اودهغه دمخلوق په منځ كي دتړون اخري اوښايسته لړدي چي دده دلمن له نيولوڅخه بغير خداي پاك ته درسېدوبله چاره نسته اوددنيادامن اوسوكالۍ او دمرګ څخه وروسته دراتلونكي ژوندون دكاميابۍ لويه وسيله ده
ددې ښكلي نبي((صلي الله عليه وسلم)) ښوونه ، كړه وړه،ناسته پاسته،ژوندون،خبري اتري،خوي او خصلت دخوشحالۍ اوعزت اوداطمنان يوه بې مثاله داسي لاره ده چي يوازي دمسلمانانو لپاره نه بلكي دنړۍ دهريوه ليكوال،هوښيار،پوهي لټوونكي،او سمي لاري ته دتكل كوونكي لپاره يې زده كول ضروري دي پدې لړ كي محترم وروراستادنوراحمد((قرآنمل))دخپل خوږ نبي ((صلي الله عليه وسلم))پرژوند باندي ډېره ښه ليكنه ليك كړېده چي په ډېرښه دبلاغت،فصاحت، او مسجع كلمې يې دنبي((صلي الله عليه وسلم))په اړوند سره را نغښتي دئ چي دټولني ادباء او ليكوالان ورڅخه ډېرڅه په لاس راوړاي سي خداي تعالي (ج) دي نورهم توفيق وركړي چي داسي دخيرپه لاره كښي نوري هم ليكني تر سره كړي والسلام 


 








د کتاب پېژندنه :


ددې كتاب دچاپ حق له ليكوال سره خوندي دئ !


دكتاب نوم ::  ريښتونى استازى
ليكوال  :  استاد نوراحمد (( قرانمل))
ليكنه او كمپوز :: استاد نوراحمد (( قرانمل))
خپرندوۍ :: سنځرخپرندويه ټولنه ((كند هار ))
چاپ چاري :: حاجي عبدالله ((عليزي))
دچاپ كال ::۱۳۸۶ لمريز كال دلړم مياشت
دخپرندوۍ اړېكه :: :۰۷۹۹۲۷۸۱۳
دليكوال انټرنيټ پته ::NOORAHMAD_KAKAR@YAHOO.COM
انلاين چاري :  لر اوبر لوی افغانستان  http://www.larawbar.com 


د لراوبر [لوی] افغانستان نښلونکی







د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ         size = 192 KB   ~  وزن = ۱۹۲  کيلو بايټه


د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ     size = 191 KB   ~  وزن = ۱۹۱  کيلو بايټه