طالبان:د ثور اتمي په بريد کي حامدکرزی هم ژوبل شو
ولسمشر کرزئ هم د ثور د اتمي په بريد کي په پښه کي په مرمۍ ولګېد ، دا خبره د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د (د افغانستان د اسلامي امارت ) ويبپاڼي سره په يوه لنډه مرکه کي څرګنده کړې ده ، نوموړی وايي چي ولسمشر کرزی ارګ تر رسيدو وروسته تر درملني او کاليو بدلولو وروسته د څو شېبو لپاره پر تلويزيون راښکاره شو .
ذبيح الله مجاهد د يوې بلي پوښتني په ځواب کي وايي :کړوپه داډول عملياتوکي نړۍ والوته داخبره ښکاره کول غرض وي چي په افغنستان كي حالات څه ډول دي ځکه داطرافوجنګونه اوسني ميديانه نشرکوي اوپرده پري اچوي ،موږغواړوچي په سترګوکي وروخيژو .
د افغانستان د اسلامي امارت د مطبوعاتي دفتر په نوم يوه اداره په دې وروستيو کي هره ورځ مطبوعاتو ته د افغانستان د بېلابېلو سيمو په اړه د جګړو ، سړک غاړي بمونو ، ماينونو او ريموټ کنټرول بمونو دچاودنو په اړه خبرونه ليري خو له هغوی څخه ډير لږ يې په نړيوالو او کورنيو مطبوعاتو کي خپريږي . دې ته ورته د ناټو او ايساف دعامه اړيکو مرکز هم نژدې هره ورځ څو بېلابېلي خبري اعلاميې او وروستي خبرونه ټولو عامه رسنيو ته لېږي چي په دې وروستيو کي ددوی له خبرونو هم ډير کم يې خپريږي .
کارپوهان په دې نظر دي چي افغان دولت ، افغان طالبان ، نړيوال سوله ساتي او ايتلافي ځواکونه هر يو يې په خپله ګټه خبرونه هستوي او يوه غاړه هم د بلي غاړي ادعاوي په پوره ډول نه تاييدوي . کارپوهان وايي ښايي د رسنيو له خوا دداسي خبرونو نه خپرولو يو لامل هم دا وي چي هره غاړه له رسنيو دا تمه لري چي ددوی له خوا ورليږل سوي خبرونه دي په هماغه بڼه خپاره کړي خو رسنۍ دا کار د بېلابېلو لاملونو له امله نه شي کولای ځکه چي د څو بېلابېلو وسله ولو ډلو تر منځ کارکول له هره پلوه د سر په سودا تماميدلای سي .