کور / تازه خبرونه / كندهار:خاكريزوال موسمې بارانونه ونه سول زموږكرونده وچه سول

كندهار:خاكريزوال موسمې بارانونه ونه سول زموږكرونده وچه سول

دخاكريزوالسوالۍ ځايې اوسيدونكې وايې چې كه دولت ورسره په بيړنۍ توګه دخوراكې توكومرسته ونه كړي نوددغې والسوالۍ ډيري اوسيدونكې دخپلوټاټوبوپرېښودوته اړسوي دي .


دخاكريزوالسوالې دكندهاريوه له هغووالسواليوڅخه ده چې كرونده يې دكاريزونوپه اوبوترسره كيږي .


كه كلونه باراني وي نودكاريزونواوبه يې هم ورسره ښه پريمانه وي خوكه دتيروكلونوپه څيراورښتونه ونه سي نوپركاريزونويې هم خپل پراخ تاثيراچولي وي .


سږكال هم دځينونورسيموپه څيردخاكريزوالسوالۍ استوگن انديښنه لري چې له يوې خوايې كرل سوې كرونده وچه سوې اوله بلي خوايې دچښاك دپاكواوبونه شتون هم هغه څه دي چې پرورځني ژونديې زياته اغېزه كړې.


اړمني كورنۍ وايې چې كه دولت اونړيوالي مرستندويه ټولنې يې دمرستي لپاره ورنه سي نوزياتي كورني دې ته اړې سوې چې له والسوالۍ څخه نوروسيموته وكوچېږي .


دبې وزلوكورنيودلاس نيوي په موخه دخوراك نړيوال سازمان له تيرې څه مودي راپديخوادهيوادپه گډون دكندهارپه مركزاووالسواليوكې دخوراكې توكودويش لړي پيل كړې ده .


دهمدي بشري مرستي لړي په ځينووالسواليوكې لاله وړاندي پيل سوې چې خوپه ځينوكې اوس پيلېدونكې  ده .


زياتره وخت په والسواليوكې اوكليوالوسيموكې ځايې خلګ دخوراك دنړيوال سازمان په مرسته دبرابرسويوخواركې توكوله ويش څخه ناراضه وي .


دوى ترډيره بريده پرهغوسربرايانونيوكه كوي چې دخوراكې توكوويش يې په لاس كوي .
دغه ستونزه دكندهاردمركزپه ګډون په نږدي ټولووالسواليوكې وې .


دكندهارولايتي چاراكوهم ددغې ستونزې وحله ولوته مټي راپورته كړې اوهڅه كوي چې په مستقيمه توګه تراړوكورنيوپوري مرسته سوي خوراكې توكې ورسوي .


دم كړې دكندهارولايتي  اداره پخپله دخوراكې توكودويش لړي څارې اوهخه كسان چې تردې مخكې يې به يې مرسته سوي خوراكې توكې ويشل له خپلودندوڅخه لري كړي .


په خاكريزوالسوالۍ كې دهمدغومرسته سويوغنمودعادلانه ويش په موخه دكندهاروالي ديوې ډلي خبريالانوپه ملتياخاكريزوالسوالۍ ته ولاړاوهلته يې له اړمنوكورنيوسره پرهمدي خبري وكړې .


په ماركيټونوكې په بې ساري ډول دخوراكې توكولوړې بې زياتي كورنۍ اندېښمني كړې اوپه دې هڅه كې دي چې څنګه كولاي سي خوراكې توكوته لاس رسي پيداكړې .


په تيرودرواونيوكې خولاديوې بوجې سل كيلويې اوړوبيه ترنږي شپږزره افغانيوپوري ورسيده ،خواس دخوراك دنړيوال سازمان اوافغان دولت په هڅوپه ياده سوې بيه كې دپام وړبدلون راغلي دي .


دستونزي دحل په موخه افغان دولت دګاونډيوهيوادونوپه ګډون له ځينونوروهيوادونوسره دخوراكې توكوقراردادونه لاسليك كړل اودخوراك نړيوال سازمان بياله اړوكورنيوسره دغنموپه ګډون ديوشمېرنوروخوراكې توكودويش لړي پيل كړې .


تيره ورځ په كندهاركې دخوراك دنړيوال سازمان ځايې استازي خبروركړچې دسږني كال لپاره ۶۹ زره ټنه خوراكې توكې په واك كې لري چې داړتياله مخې به يې پرټولواړمنوكورنيوباندي وويشي .