د ګرديز د ښاري ماستر پلان د پلي كېدو كار پيل شو

د لراوبر اداره | اپریل 29th, 2008


تيره ورځ د ګرديز د ښارې ماستر پلان د پلې كيدو كار رسمآ پيل سو چې په ترڅ كې يې يو لړ هټۍ ړنګې شوې. د ا ښارې ماستر پلان په داسې حال كې پلى كيږې چې څو واره د نورو واليانو په وخت كې د دي ماستر پلان د پلې كيدو هوډ شوې وو ، خو د ځينو لاملونو پر بنسټ دا كار ځنډيدلۍ وو.


سلاكار وزير او دپكتيا والې ښاغلې جمعه خان همدرد وويل چې مونږ د ښار د پراخوالې او د يوي لوي پكتيا د جوړونې هوډ كړۍ ، ده وويل كه  اوس د غه هټۍ وال خفه وي نو څه موده وروسته د ښار په ښكلا او لوي والي به هرو مرو خوشحاليږې.


د پكتيا امنيه قومندان مل پاسوال عصمت الله علي زي وويل چې په دي بهير كې چا هيڅ ډول غبرګون نه دي ښوولۍ .


د ګرديز ښاروال په وينا : تر اوسه ۱۲۰ دوكانونه ړنګ شوي او هغه څوك چې قانونې اسناد ولري دښاري پراختيا له مخې به د يوه دوكان ځاي وركول كږې.

Copyright Larawbar 2007-2024