افغانستان مغزو ته هم اړتیا نه لری
نږدی څلویښت کالنه جګړه چی په افغانستان کی د کور، کالی، او دوډۍ په شعار پیل شوی وه، د ګور، کفن او مرمیو په بدرګه په درز کی په یوه نا معلوم لوری روانه ده، او سرحد یی هم نه دی معلوم چی تر کومه به لا روانه وی او لا به څومره نور بی ګنا افغانان ګور ته ولیږی. نوموړی جګړی نه یوازی افغان ولس ته په ډیره اندازه د سر زیان اړولی دی او اړوی یی بلکی د هیواد ټول بنسټون یی له بیخه وباسلی دی. او له شروع څخه یی ډیری افغانان د خپل خوږ او ګران هیواد افغانستان څخه په جبری توګه مهاجرتونو ته اړ کړی دی او د مهاجرت تریخ ژوند په بهرني نړۍ کی تیروی.
د لر او بر په ویبپاڼه کی زما د نعمان صاحب په هغه لیکنه (( افغانستان جسدونو ته اړتیا نه لری)) سترګی ولږیدلی او ومی لوستله او په روښتیا چی ښه ټکی ته یی پام شوی دی او پر ښه موضع یی لیکنه کړی ده. په افغانستان کی که هرهدقیقه که نه وی نو په هر ساعت کی خو په اوسط ډول ۱۰ افغانان د روانی جګړی له امله له منځه ځی نو افغانستان نور مړی څه کوی چی له بهره وروړل شی.
خو سوال دا دی چی که افغانستان د جسدونو پر ځای مغزو ته اړتیا لری، ایا په یوه داسی حکومت کی چی د بډو، رشوت او اداری فساد او بی کفایتی یی په ټوله نړۍ کی لومړۍ د سرو زرو مډال ګټلی وی، مغزو او یا قدرونو ته ځای لری؟
نعمان صاحب زه پوهیږم چی ستاسو ځواب به د ټولو افغانانو په شان منفی وی. دا ځکه چی دا لیوان هغه که په ارګ کی دی او یا په پارلمان کی همدا رنګه یا هم د ولایاتونو ولیان دی له یو سره تر بل سره راهزن، غله، لوټماران، بی کفایته او نه اهله سره یو ځای شوی دی او شمار یی له ۲۰۰ پورته هم نه دی چی ما په یوه لیکنه کی د مافیا په نوم ورته اشاره کړی، دوی د هیواد او ولس په مرۍ کی خوله ورکړی ده او وینی یی ځبیښی، دوی نه مغزو ته ضرورت لری او نه د اهل کار خلکو ته دوی داسی چا ته ضرورت لری چی ټوپک پیژنی او پر ماشی یی ګوته کیکاږل پیژنی، دوی قدرونه څه کوی داسی خلکو ته اړتیا لری چی د ملی شتمنی په چور او لوټولو کی او د ملی او شخصی ځمکو په چور او چپاول کی مهارتونه، ماسټری او ډوکټوراوی لری.
زه د ځان یو ساده مثال درکوم چی په ۲۰۰۹ ع کال کی می د طب په څانګه کی لږی ډیری زدړهکړی د هالنډ په هیواد کی کړی وی وروسته له هغی چی زما اسناد د افغانستان د لوړو زدهکړو د وزارت له خوا ارزیابی شول د خپلو اسنادو سره د عامی روغتیا وزارت ته د دندی لپاره مراجعه وکړه. پوهیږی چی د همدی وزارت مرستیال ما ته څه وویل؟ هغه ما ته وویل ((چی که تاسو د شورا څخه یو وکیل که یی پیژني د واسطی لپاره راولی او د وزیری صاحبی سره خبری وکړی چی تاسو ته دنده درکړی )) .
ما ، پوهیږۍ چی ځواب کی څه ورته وویل؟ ما ورته وویل چی ګوره پر ما باندی خو افغانستان هيڅ مصرف ندی کړی د هالنډ په مصرف باندی ما زدهکړی کړی دی او اوس راغلی یم چی د ولس لپاره هغه څه وکړم چی په وص او قدرت کی یی لرم خپله پوه او تجربی د هیوادوالو سره شریک کړم، د جګړی ځپلی ولس چوپړ وکړم او چی تاسو زما اسناد په نظر کی نه نیسی او غواړی چی د غوجلی څخه درته یو خر راولم او وزیری ته یی واسطه کړم زما له لاسه نه کیږی او دا کار په هیڅ وجه هم نه شم کولای که د افغانستان ولس ما ته اړتیا لری زه غواړم چی بدون له واسطی او رشوت څخه چی زه یی چاته ورکړم خدمت وکړم. همدا رنګه ما د کابل د طب ریس چی اوس د لوړو زدهکړو وزیر دی عبید سره هم خبری وکړی چی دنده راکړی هغه زما د ټیلیفو او ایمیل ادرسونه واخستل چی تر نن پوری ورته منتظر یم، له هغه وروسته ما د افغانستان علومو اکاډمۍ ته مراجه وکړه نتجه صفر. ورپسی می د کابل په ښار کی د مرکزی کتنځی لخوا د کابل د نورو کتنځیو لپاره بستونه اعلان شوی وو چی د امتحان له لاری ورته کاندیدان ټاکل کیدل باور وکړی چی زما نو م تر هغه شرط لست پوری هم نه وی رسیدلی امتحان خو لا پریږده. ورپسی می کرزی ته ځو عارضی د بل چا په لاسونو ورولیږلی نتجه صفر. خو خلاصه یی دا چی ټولی دروازی ما وګړبولی خو اخیری نتجه دا شوه چی بیرته یی د مسافری ژوند ته مجبور کړم.
نو محترم نعمان صاحب زما په مغزو کی به دومره څه نه وی خو ډیری افغانان چی زه خپل ځان ته ګورم شته چی هم مغز لری او هم په کار پوهیږی دا به نه تنها په خارج کی بلکی په داخل د افغانستان کی هم وی خو هغوی ته څوک کار نه ورکوی.
نو که زه او زما په شان افغانان په مسافرۍ او د هیواد نه بهر مړه کیږی او ستاسو په قضاوت یی افغانان جسدونه ګران هیواد افغانستان ته نه ور پریږدی هم کومه نیوکه نلرم.او چپه خوله پاتی کیږم. خو یو شاعر بیا داسی وایی.
ته چی ډکی پیالی اخلی وبال ندی
زه چی ګوتی ورنږدی کړمه وبل شی
بیا زما سره په لار کی مه ودریږه
د پښتو په دود به جوړ راته جنجال شی
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل