کور / تازه خبرونه / دایساف ځواکونومشرپه افغانستان کي د«تیارسئ» حالت اعلان کړی

دایساف ځواکونومشرپه افغانستان کي د«تیارسئ» حالت اعلان کړی

نیویارک ټایمز: دنیویارک ټایمز ورځپاڼه خبر ورکوي چي په افغانستان کې بهرنيوځواکونوته د تيارسئ امرشوى دي .دغه ورځپاڼې ويلي، چې په افغانستان کې دبهرنيوځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزيف ډنفورډ په امر ترخپل واک لاندې ټولوبهرنيوځواکونو ته د تيارسئ امر کړیدی.
نوموړي خپلوسرتېرو ته خبردارى ورکړى، چې دوى به د افغان جمهوررئيس حامدکرزي لخوادامريکا پرضدله يو شمېر سختو څرګندونو وروسته دبريدونو له زياتېدسره مخامخ شي. هغه وایې دغه امر دافغانستان دجمهوررئيس کرزي دوروستيو تندوخبرو له كبله پرامريکايي ځواکونود احتمالي کېدونکو بريدونو په اړه شویدی.جنرال ډنفورډ وايي، چې دغه خبرې کېدای شي يوشمېر افغان ځواکونه او وسله وال وهڅوي، چې پربهرنيو ځواکونوباندي بريدونه وکړی.
دکرزی اوامریکا ترمنځ تیری اووني دوستانه عادی اړیکي هغه وخت ترینګلي شوی ،چي تیره اووني حامدکرزی په ډاګه کړه چي دبګرام دزندان دسپارلووروسته به ځیني بندیان خوښي کړي .ددغه خبر وروسته امریکایې چارواکي په خښم شول اودبګرام د زندان دسپارلو تړون یې دیوه لنډ وخت لپاره وځنډاوه.
بل لوري کرزی دپارلمان اودښځودنړوالې ورځي په غونډه کي وویل ،چي بهرني ځواکونه دي ددوواوونیو په موده کي دوردګو ولایت څخه ووزي ، ځکه چي دغه ځواکونه بیګناه خلک وژني اوپرخلکوباندي ظلمونه کوي، ولي ټاکلي دوي اووني وخت پوره شو،خوبهرني ځواکونولاتراوسه پوري هلته میشت دي.
دنیویارک ټایمز دورځپاني په وینا ،دامریکا نظامي او ډيپلوماتیکوکړیوپه رسمي ډول دکرزی پرویناباندي رسمي خبری نه دی کړي، خو په ځانګړې ډ‌ول دامریکا اوافغانستان اړیکي تربل هروخت ډیري زیان مني اوخرابي شویدي.
جنرال ډانفوردپه ډاګه کړی ،چي دحامد کرزی وروستي څرګندوني کیدای شي دلته دایساُ ف ځواکونوژوند په خطرکي واچوي اواحتمال شته چي کرزی داسي فرمان صادرکړی چي زموږ سرتیروته دخطر ګواښونه را منځته کړي.
دایساف ځواکونومشر وایې ،چي دتیارسي حالت په داسي حال کی ترسره کیږي چي موږ بایدد یوه نا ببره بیړني خطر مخه ونیسواوپه افغانستان کي دمیشتوبهرنیوځواکونو دامنیت او ساتني اطمینان حاصل کړو.
په افغانستان کی سیاسي کړیو،سیاسي ګوندونواونوروټولنیزوسازمانونو او مدني ټولنودیوي غونډي او ګډې اعلامیه په ترڅ کي دحامد کرزی وروستې څرګندوني وغندلي اوهغه یې ددواړوهیوادواوخلکوپه ګټه ونه بالي. دایئتلافي ددغو ډلو ټپلو شوراچي ټوله دشلو څخه زیات سیاسي او ټولنیز ایئتلافي ګوندونه او اجتماعي سازمانونه پکښي ګډون درلودي لکه : سیاسي ایئتلاف ، ملي ائتلاف ، ملى جبهه، ملې جنبش ، اسلامى ګوند، دجمعيت اسلامى ګوند،د محاذ ملى ګوند، د افغانستان وحدت اسلامى ګوند، دحق وعدالت ګوند، دوحدت اسلامى ګوند، د افغان ملت ګوند اونورو دیوي ګډی غونډې په درشل کي دکرزی خبری غیری مسؤلانه وګڼلي او هغه ته يي مشوره وکړه چه په راتلونکي کي دداسي څرګندونوڅخه ډډه وکړي.
بل طرف حامدکرزی هم نن وویل ،چي دده دخبروڅخه غلطه ګټه پورته شويده ،هغه دامریکا اوافغانستان اړیکي ډيرې دوستانه وبللي او ژمنه یې کړه چي ددواړو هیوادو داړیکو په ټینګولوکي به کو ټلي ګامونه واخلي.