دوه امریکایی پوځیان له منځه ولاړل
د امریکا د دفاع وزارت په دوو جلا جلا اعلامیو کی خبر ورکړ چی په کندهار ولایت کی دوه امریکایی پوځیان له منځه ولاړل . لومړنی د مارچ پر ۱۳ د غیر جنګی فعالیتونو له امله زخمی سوی و ، چی پرون د امریکا په یو روغتون کی د هماغه زخمونو څخه مړ سو .
دوهم د مارچ پر لسمه د میوند په ولسوالي کی د مخامخ جنګ پر مهال طالبانو ویشتلی او زخمی کړی و ، څو چی پرون په جرمنی کی د امریکا په پوځي روغتون کی د هماغه ټپونو څخه مړ سو .