په کوهستان کې دپوځ موټر کندې ته پريوت
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
اسلام اباد دپاکستان څلوریشت عسکر هغه وخت مړه شول کله چې د هغوې کوسټرموټرد خېبر پښتنونخوا په کوهستان سیمه کې یوې کندې ته وغورځید دپاکستان دعسکرو دغه موټر له پينډۍ ښار څخه ګلګت ته روان وو چې په کوهستان سیمه کښې کندې ته وغورځید او په څلوریشت (۲۴)عسکرو وژل شول او پینځه (۵)نور ټپيان شول د ټپيانو حالت نازک ښودل شوي د پو ځ له خوا په پيښه تاييد شوي د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر (اى اېس پي ار) ؛ يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه نن سهار وخته د خيبر پښتونخوا ايالت د کوهستان ولسوالۍ اړوند د قراقرم پر لويه لاره رامنځ ته شوې ده.اعلاميه وايي چې د پوځ سرتېري په يوه کاسټر موټر کې له راولپنډۍ څخه ګلګت ايالت ته پر لاره وو، چې په ياده غرنيزه سيمه کې يې کاسټر موټر له سړک څخه وتلى او لاندې غورځېدلى دى.د پاکستان پوځ ويلي، چې په دې پېښه کې ٢٣ سرتېري ، يو ملکي موټر چلوونکى او يو کلېنر مړه شوي او دوه تنه نور ټپيان دي. د اعلاميې په خبر ه ، چې سيمې ته د مړو او ټپيانو د لېږدولو په موخه يې مرستندى پلاوى لېږلى دى