کور / تازه خبرونه / په کابل کي دیوي غټي چاودني مخه ونیول سوه

په کابل کي دیوي غټي چاودني مخه ونیول سوه

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي دي، چې په یوې لارۍ موټرکې ځای په ځای سوي چاودېدونکي توکي یې هغه وخت ونیول ،چې که دغه توکي چاودلي وای نودپلازمینې یوې بشپړې برخې ته به یې ډیرزیان رسولای سوای.د غه اداره وا یې،چې دکابل په ختیځ کې یې دشپې دخوادعملیاتو په لړ کې څه کم (۸ )ټنه چاودیدونکي توکي ترلاسه کړي دي. په عملیاتوکې پنځه شکمن دسیسه ګر وژل شوي اودو ه تنه نور یې نیول شوي دي. د افغانستان د ملی امنیت اداره وايي ،چې دغه توکي په پاکستان کې میشتې دحقاني شبکې له خوا تنظیم شوې وه.
که چیري ددغوتوکوو انفجار شوی وای ،نو یوه غټه فاجعه به یې رامنځ ته کړې وای او تریو نیم کلیومټره شاوخوا ودانیو ته به یې تاوان رسولای وای.”په نیول شوی لارۍ کې بار چاودېدونکي توکي په خلتوکې ځای پرځای شوي وو،
د ملي امنیت ادارې دوې ورځې مخکې اعلان وکړ، چې په کابل کې یې دیوه ډله ییز کېدونکي ځانمرګي برید له اووه کسیزې ډلې نه پنځه ځانمرګي بریدکوونکي وژلي او دوه نور یې نیولي دي.دوی وايي، چې دغه کسان یې په یوه پټ ځای کې نیولي.