په بلجیم کې د پسرلي مشاعرې راپور

د لراوبر اداره | مارچ 24th, 2013


تیره شنبه د اوري دمېاشتې درېمه چې د مارچ له دروېشتمې نېټې سره سمون خوري د بلجیم هېواد پهانتورپن ښار کې اروپا میشتو افغانانو پسرلي ته په یوه پرتمینه مشاعره او ادبي غونډه کې ښه راغلاست ووایه.
اروپا میشتو افغانانو، ادبي او کلتوري ټولنو همېشه مشاعرې، لمانځغونډې او د نومیالیو شخصیتونولپاره ځانګړې ادبي غونډې جوړي کړي خو دغه غونډه د لومړي ځل لپاره په هالند کې دافغان کلتوري ټولنې په بلجیم پلازمینه بروکسل کې د افغان کلتوري بهیر اوپه انتورپن ښار کې د افغان کلتوريټولنې په نوښت په ګډه په انتورپن ښار کې جوړه شوې وه چې د بلجیم او شاوخوا ښارونو سربیره دجرمني، هالند، سویډن او نورو اروپایې هېوادونو په سلګونه مینه والو پکې په ډېره مینه او لیوالتیابرخه واخیسته.



غونډه چې دپسرلي او هېواد ترعنوان لاندې وه د دریځ چارې یې د سهراب سهار لخوا پرمخ وړل کیدې چې دماښام په پنځه بجو د قاري عبدالتواب واصیفي لخوا د قران پاک د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پېلشوه، وروسته د افغانستان په ویاړ ملی ترانه د خوږ ژبې ځوان شاکرالله نانیخیل لخوا وړاندی شوه،ورپسي دافغان کلتوري ټولنې په استازیتوب حاجې عبدالقاهر واصفي راغلو میلمنو ته د تودهرکلي او ستړي مشي ترڅنګ په لنډ ډول د دې ډول غونډو په جوړیدو او ارزښت خبرې وکړې، له هغېوروسته ډګروال نورالحق نور د تاریخ په اوږدو کې د پسرلی په راتګ برابره شوې وینا واوروله اوورستې ویناوال جاوید احمدزی ؤ چې دافغان کلتوري ټولنې د فعالیتونو په اړه یې خپل لنډ راپوروړاندې کړ.


د لنډو ویناوو څخه وروسته مشاعره پېل شوه  چې پکی وتلو او درنو شاعرانو هر یو جلال امرخیل،احمدشاهټني، وحیدالله شینواري، حاجي عزیز احمد خوارمل، حاجي محمد امین باوري، جابر منظر، کبیر کمال،حمیدالله صافي، جاوید احمدزي، سمسور محبت، محمد داود، حاجي صافي او سهراب سهار شعرونه میلمنو تهوړاندې کړل چې د غونډې برخـــــــــه والو لخوا په چکچکو بدرګه شول.
د مشاعرې په پای کې د کتوونکي پلاوی لخوا چې دښوونې او روزنې پخواني استاد عبدالولي ویال، دپوهنتون پخوانی استاد ډاکټر ګل افضل غونډیوال او ډګروال نورالحق وو دری تنه هریو جلال امرخیل، حاجي عزیزاحمد خوارمل اوجابرمنظر  دهڅانده ځوان او ښه شاعر په نوم ونومول اوورته یې هغه ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړۍ کومې چې د ګډ کمیسون لخوا تیارې شوې وې.


له دی ورسته ځوان سندرغاړي نوید صافي او ملګرو یې د ټنګ ټکور پروګرام شروع کړ او څو سندرې یې د غونډې برخه والو ته واورولې چې ځوانانو او برخه والو ورسره اتڼونه وکړل، د موسیقي په اوږدو کېد ماښامانۍ لپاره ځند و او له ټولو میلمنو هیله وشوه ترڅو په برابره شوې ډوډۍ کې برخه واخلي.


دغونډې  بله برخه ټوکو ټکالو ته ځانګړې شوې وه چې همت یې ستیج چارې پرمخ وړلې او دغوڼدې برخه والو په خپل وار سره ټوکې ټکالې وکړې او شیبه یې د ګډون کوونکو پر شوڼډو خوږې مسکاوې خپرې کړې د ټوکو ټکالو څخه ورورسته کتوونکي پلاوي چې ښاغلی ډاکټر صبور عابد، ډاکټر تاج محمدوزیري  اوصالحزی وو، پنځه کسان یې غوره ټوکې کوونکې د هڅانده او ښه ځوان په نوم ونومول او برابرېشوی ډالۍ او ستاینلینکونه یې ورته ورکړل.



ورپسی د هالند او بلجیم ځوانانو ترمنځ ذهني ازموینه ترسره شوه چې دمختار احمد احسان لخوا د دواړوګروپونو څخه پوښتنې وشوی چې ګل اغا احسان، میرویس ويال، احمدالله احسان ، شاکراالله نانیخیل او عطاالله محمدزي پکی برخه اخیستې وه او د کتونکي پلاوی لخوا چې ښاغلی ډاکتر عرفان نور، انجینر حضرت سادات او عزیز احمد خوارمل وو دواړه ګروپونه یې په مساوي ډول اعلان کړل او ورته یې ډالۍ  ورکړې.
په غوڼډه کې د نوید احمدزي او ملګرو څخه یې مننه وشوه او ځانګړې ډالۍ  ورته د غونډې مشرانو لخواورکړل شوې چې په جرمني کې یې  د فوټبال په مسابقه کې د قهرمانۍ کپ او دافغانستان داولمپیک دکميټې څخه یې یو د سروزرو او دوه د سپیینو زرو مډالونه لاسته راوړې وو.


وروستۍ برخه د کال طالعمن او بختور ته ځانګړی شوې وه چې د ټولو ګډونکوونکو څخه درې کساناحمدالله، نوراحمد او خان د پچې اچونې په پړاوو کې راووتل او د کال  طالعمن  برابرې شوې ډالۍ ګټونکي شو، ورپسی موسیقۍ لپاره ځانګړی وخت ورکړ شوې و چې د ګډون کوونکو لخوا په آتڼونو،نڅاوو سره د غونډې برخه د لا خوشالۍ سبب شوه.



په اخره کې د لر او بر ویبپاڼې مسؤل او په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولنې مشر عبدالله احسان او د افغان ادبي بهير مشر حاجي امین باوري د مننې ترڅنګ برابر شوی ستاینلیک او ګلونو ګیډۍ نوید صافي ته ډالۍ کړه چې په خپل غږ او موسیقي سره غونډه ښکلې کړې وه، دغه ډول د غونډي چلوونکی ځوان شاعر او ليکوال سهراب سهار هم د منني تر څنګ د ګلونو د ګېډۍ په ډالۍ کولو ونازول سو
غونډه شاوخوا دولس بجې پای ته ورسیده.








































Copyright Larawbar 2007-2024