زابل دوه ماشوم ماین ښخونکی نیول شوی دی

جاويد احمد تنوير | مارچ 23rd, 2013


دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وایی تیره ورځ یی دمرکزقلات اړوند دجلدک په سیمه کی دوه کوچني ماشومان دماین ښخولوپرمهال نیولي دی . نوموړي زیاتوی چی نیول شویو ماشومانو په خپلو اعترافو کی ویلي دی چی دوی ته دوسله والو طالبانو لخوا دري دري زره افغاني ورکړل شوی ترڅو دغه کار وکړي .امنیه قوماندان وایی دماشومانو څخه یی داعتراف پرمهال زیات ماینونه ترلاسه کړي دی .
نیول شوی ماشومان پدی اړه وایی چی موږ ته یی دری دري زره افغاني منلي ترڅو په سیمه کی ماینونه کښیږدو
دزابل امینه قوماندان زیاتوی چی ددي سره په څنګ یی دعملیاتو پرمهال دوه وسله وال هم وژلی دی او دهغوڅخه یی موټرسیکلونه او وسلي په لاس راوړي .
په زابل کی داوړي دموسم په رارسیدلو سره لا دوړاندي دتاوتریخوالي پیښي زیات شی دی ، پدی ولایت کی د موسم په بدلون سره دتاوتریخوالي پیښی هم زور اخلي ، که څه هم چارواکی وایی سږکال یی ددولت دوسله والو مخالیفینو بریدونوته پوره تیاري نیولي خو موسم ته په کتو پدی ولایت کی په بشپړډول دامنیت نیول ناشوني بریښی ځکه دغه یو سرحدی ولایت دی او ددولت دوسله والو مخالیفینو نفوس پکی زیات دي

Copyright Larawbar 2007-2024