کور / شعر / د ډیورنډ د کرښي الغا

د ډیورنډ د کرښي الغا

 


پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)جرګه   وکړئ   لرو    برو  پښتنو
سره  یو شئ   زړه  ورو  پښتنو


تا سي ټول دیو  بابا یاستی لمسیان
په    تاریخ   کي  نا مَورو   پښتنو


یرغلګر مو ګونډه  کړي څوڅووار
غیرتمنو   شمله ورو     پښتنو


قدرتونه    ماتولای   نشي  تاسي
که   پخلا  شئ   مرورو   پښتنو


د ډیورنډ دکرښي لغوه کړئ اعلام
تګ را تګ کړئ په  خیبرو پښتنو


له خپل سیمي  غلیم اوباسئ چټک
ویښ کړئ   ورونه  منورو  پښتنو


نړیوالو ته خپل غږ زر اوچت کړئ
تل   آزاد  یو  مونږ  ملګرو  پښتنو


د خیبر  لاره  دتلو  او   راتلو کړی
له  کابل   تر   پیښورو   پښتنو


د( مل) ژر آرمان پوره کړئ وطنوالو
خدای  مو  ساته بختورو   پښتنو


          ******
         ۲۰۰۷-۱۱-۱۵