په بېلابېلو بريدونو کي ۵ ټانکونه ويجاړ او ۴ طالبان وژل شويدي
د طالبانو د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپرو شويو خبرونو کي راغلي چي ددوی وسله والو کسانو په بېلابېلو بريدونو کښي بهرنيانو ته ژوبله اړولې ده .
نن سهار نهه بجې ، د غزني ولايت د واغظ ولسوالۍ د “ابوالفتح “په سيمه کې د وسلوالو طالبانوله خوا د بهرنيو عسکرو دوه ټانګونه يو په بل پسې په ښخ کړل شوو ماينونو والوزول شول ، په ترڅ کې د ائتلاف شوبلې په مکمله توګه له منځه وړي او پکې سپاره عسکر يې مړه او ژوبل شوي دي .
وسلوالو طالبانود خاشرود د مخامخ جګړې له امله د دواړو غاړو په تلفاتو کښي د خپلو ۴ تنو طالبانو وژل کېدل هم تائيد کړي دي .