هلیلمند دملي پیوستون پروګرام پیل شو
جاويد احمد تنوير
د افغانستان د بيارغونې د ملي ادارې ځايي مسؤل محمد ميرويس مايار وایی دا پروګرام به ددی ولایت په ګڼو ولسوالیو کی پیل شی . هغه چی ددوشنبي په ورځي یی خبري کولي وویل چی یاده پروسه به ددریو کلنو په موده کی ددی ولایت دمركزلښكرگاه په گډون نهرسراج،سنگين،كجكي،نوزاد،باغران،گرمسير،خانشين اوديشوولسواليوكې پلى كيږي چې دكاربنسټ
د نوموړي په وينا چې ددې پروگرام زياته برخه په هغه سيموكې پلې كيږي چې وړاندې پكې د ملي پيوستون پروګرام نه دى پلى شوى اوپلان لري چې په دې ولايت كې د ياد شوي پروگرام د پلي كيدولپاره ټولې ۶۲۳ شوراگانې جوړې اوهرې شوراته له ۲۵۰ زره څخه تردرى مليونه افغانى د نړيوال بانك په مالي مرسته وركول كيږي.
په همدې حال كې ددې ولايت ځينې اوسيدونكي له نوموړي پروگرام څخه خوښي څرگندوي اوهيله مند دي چې په روښانه ډول به پلى شي.دغه اوسیدونکی وایی دولتي پروژی اکثره مهال په سیمه کی په ښه ډول نه تطبق کیږي چی ورسرته دسیمي دخلکو لپاره ستونزي راولاړي
په هیلمند کی چارواکی پداسی حال کی دملي پیوستون دپروګرامونودپلیدلو خبر ورکوي چی پدغه ولایت کی تردي وړاندی اطرافي خلک دګټو ستونزو سره لاس او ګریوان وه، هغوی ته پروژی نه ورکول کیدي چی له همدي امله میشتو اوسیدونکو دژوند لمړنیوامکانانو ته هم لاس رسی نه درلودی ، پدی ولایت کی اوس هم زرګونه کسان سوال او فقر ژړوي ځکه پدی هیواد کی لا ټولو وګړوته دکار زمینه نده برابره شوی او ډیری کسان دمجبوریت له مخي نوروته لاس اوږدوي ، یوشمیر شنونکی وایی ترهغه چی افغان دولت په سیمه کی دخلکو دورځني ژوند دتیرولوپه موخه لویی او تجارتي پابریکي جوړه نه کړی نو د اوزګارو اوبی کارو کسانو شمیره به همداسی زیاته وی ،