زابل دروغتیا مسؤلین وایی کارونه یی ګړندی شوی دی

جاويد احمد تنوير | مارچ 19th, 2013


له هغه ورسته چی دزابل محلي چارواکو او دولایتی شورا غوړو دعامي روغتیا وزارت ته خپل وړاندیز وړاندی کړ ورسره سم سیمي ته دنوموړي وزارت لخوا دسترګو دډاکترانو یو شپږکسیزه ډله را استول شول، چی په ورځني ډول دامهال پدغه ولایت کی له دري سوه څخه تر څلور سوه پوري ناروغان معاینه کوي ، دزابل دولایتي روغتون رئیس ډاکتر زلمي رښتین وایی یاد ډاکتران ټول دسترګو په برخه تخصوص لري چی په سلګونه کسان ورته مراجع کوي
دقلات دمرکزي روغتون رئیس وایی دیادي شپزکسیزي ډلي دراتګ سره یی په کارونو کی اسانتیاوي رامنځته شوی او ورته دټولو ولسوالیوڅخه ناروغان راځي ، هغه وویل چی که وزارت ورسره په ورته ډول دډاکترانو په برخه مرسته وکړي نو پدغه ولایت کی به یی دټولو نارغانو ستونزوته رسیدګي کړي وي ، نوموړي وایی په ولایتی روغتون کی دډاکترانو شمیر کم وه چی له امله یی ټول ناروغان نشواي معاینه کولای او اکثره مهال به یی شدید ناروغان نورو ولایتونو ته استول خو له دی نه ورسته به دسیمي ناروغان په خپله تداوی کوی زلمي رښتین وایی اوسمهال پدی برخه کی کومه ستونزه نلري او ټول نارغان کولای شی پروخت دولایتي روغتون څخه ښه استفاده وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024