هیلمند دانجونو په لیسه کی مشاعره وشوه
جاويد احمد تنوير
تنکیو زده کوونکو د شعر په ژبه خلک پاکوالي او سرسبزي ته و هڅول
د لښکرګاه ښاروالۍ لخوا تیره ورځ د انجونو په عالي لیسه کي د مشاعرې پروګرام تر سره سو چي پکي د انجونو د عالي لیسې، د تور ټانګ د عالي لیسې او د ملالۍ لیسې څخه سلګونه زده کوونکو ګډون کړی وو.
دې مشاعرې ته چي د پسرلي د موسم په اړه جوړه سوې وه په پیل کي د انجونو د عالي لیسې مدیري اغلي رنګینه جاني ځوانان تشویق کړه چي په دې برخه کي یې شعرونه لیکلي او اوس یې دا دی ګډونوالو ته وړاندي کوي، هغې له ښاروالۍ هم مننه وکړه چي تل یې زده کوونکو ته ورته پروګرامونه جوړ کړي دي . د ملالۍ لیسې معاوون عبدالمالک مشفق هم په غونډه کي ځوانانو ته زیری ورکړ چي سر له اوسه به د دوی پیغامونه د خلکو د سمون په برخه کي رول و لوبوي . د ښاروالۍ د دفتر امر احمد مسعود سیلاب هم خوښي و ښوده، چي زده کوونکو د دوی بلنه و منل او د ښاروالۍ سره د عامه پوهاوي د پروګرامونو په برخه کي د شعر په ژبه مرسته کوي . هغه ژمنه وکړه چي ترخپله وسه به هر ډول مرستي او د زده کوونکو د هڅوني او پروګرامونو ته ادامه ورکړي.
دمشاعرې په لړ کي شاوخوا ۲۰ زده کوونکو په پښتو او دري ژبو شعرونه و لوستل چي د ګډون والو له درنې هڅوني سره مخ سوه. دیو ګډون کوني دشعر یو نمونه پډی ډول ده
دا مو کور دی دا مو ښار دی
لښکرګاه ښکلی بازار دی
هم پاکوالی هم پالنه
د هوښیارو خلکو کار دی
شنې یې درختي شنه ګلان سول
ته به وايي چي بهار دی
د مشاعرې په پای کي پر غوره شعر ویونکو ځانګړي ډالۍ ووېشل سوې
یاده دي وي چي تر دې یوازي څو ورځي وړاندي د ښاروالۍ لخوا د هلکانو زده کوونکو لپاره هم ورته پروګرام جوړ سوی وو چي د شعر په ژبه یې خلکو ته بیلا بیل پیغامونه ورکړه. د لښکرګاه ښاروالۍ هڅه کوي د خلکو لپاره د عامه پوهاوي بیلابیل پروګرامونه پلي کړي.ددي اداري مسؤلین دخلکو سره ژمنه کوی چی دخپلوهمکارو موسیسو په مرسته به دښاریانو لپاره یوه سالم چاپیریال برابروي


