زابل دنوروز دمیلولپاره امنیت نیول شوی دی
جاويد احمد تنوير
که څه هم دهوا په تودوخي سره په جنوبي ولایتونو کی عمومآ امنیتي ننګوني زیاتوي وی خو چارواکی وایی سږ کال یی پدغه ولایت کی دنوروز یا نوي کال دخلکو دمراسیمو دلمانځلو په موخه پراخ امنیتي تدبیرونه نیولي دي . دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی وایی امنیتي ارګانونو ته یی سپارښتنه کړي ترڅو په مرکز او هغه سیموکی چی خلک ورته دخوشحالیوپه موخه راځي امنیتي تدبیرونه ونیسی . ښاغلي روغ لیونی ډاډ څرګندوي چی خلک دی خپل دخوشحالیو مراسیم پرته له کومي ویري ترسره کړي . دزابل امنیه قوماندان زیاتوی چی په سیمي کی یی امنتي تدابیر نه یوازي دنوروز دلمانځلوپه موخه نیولي بلکي پدغه ولایت کی یی په مختلیفیوسیموکی امنیتي مرکزونه جوړ کړي ترڅو دامنیتي پیښو درامنیځ ته کیدلو په صورت کی پولیس دپیښي ځاي ته رسیدګي وکرای شی ، پدی ولایت کی دنوروز یانوي کال په مراسیموکی ځوانان مختلیفي لوبي او پروګرامونه لري ، پخواني دودونه او کلیوالي لوبي هغه څه دي چی پدغه ورځ یی مینه وال زیات دی ، یوشمیر ځایی اوسیدونکی دپولیسو اوسني مهارتونه دستایلو وړبولي او زیاتوی چی دپولیسو رویه دپخوا په نثبت اوسه ښه دی او دخلکو سره ښه چلند کوي .