کور / نثر / دنيوي جنت

دنيوي جنت

مادپسرلي وږمې دونې دښاخ په شان دخيال په ټال زنګوي،
دطبعت شنه غوړېدلي فرش اودورباندي خورو ورو شندل سويو ښكلاګانوته دزړه په سترګوځيريم ،
دادى له هررنګي مخلوقاتوله زيست څخه خونداخلم ،
نسيم راته دطبعت دموسيقۍ په آلاتوسرودونه ږغوي ،
دا د بن آدم له باغه ليري ددنيوي جنت يوه ښكلې دره ده چې ماورته دخيال په وسيله راودانګل ،
په دې دزوږه ډګ خاموش جنت پسرلي داسي ګلورينه لمن غوړولې ده چې دخيالي سفرپه ترڅ كې دفكرهسته دابدي جنت په وره دانسان روح ننباسي ،
په دې پسرلني ماحول كې دخزان څرك نه ترسترګوكيږي ،
موږ په دې عقيده ووچې ګواكي چېري آدم ذات وي هلته ظلم ، ستم اوژوندناآرامه وي ،
خودلته دانس له ذاته يوازي زه يم چې په خيال كې مېلمه غوندي روحآ ننداره كوم ،
بياهم يوڅه دي چې زه يې دلته هم نا آرامه كړم ،
ځكه دابهارهم دپښتون مېشتوسيموپه شان بهارته ورته بهاردى ،
مېشت مخلوقات پكښي دخپلي خېټي مړولوپه موخه يودبل ويني بهوي ،
دموسيقۍ خوږونغموترخوادمظلومانوسوي نارې ، زګېروى ، اوله فرياده ډك آهونه اورېدل كيږي ،
دلته هم داسي مخلوقات سته چې دپښتنو اوفلسطنيانوغوندي چارچاپېريې خلك ژوندكوي خودوى ژوندګالي ،
ژوند يې تصادف دى ،
جسدونه يې ټوټې ټوټې كيږي ،
خوږ ژونديې ناآرامه اوله سختوګړاونوسره مخ دي خوهيڅوك يې نارې نه اوري ، هيچايې دقاتل لاس نه د ى نيولى ، خواخوږي نلري اولاهم ورباندي ظلم اوج ته رسېدلى دى ،
زور بالايي زور دى.