دافغانستان، ترکمنستان اوتاجکستان ترمنځ دریل ګاډې داوسپنې دپټلئ دجوړیدو تړون لاس لیک شو

59 | مارچ 20th, 2013


دارګ ماڼي : دافغانستان دجمهوررئیس دفتر خبر ورکړیدی چي دافغانستان جمهررئیس حامدکرزي ترکمنستان ته د خپل سفر په لومړی ورځ، په عشق آبادکې دافغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د ولسمشرانو په درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.
د دغې ناستې په پای کې د درې واړو هېوادونو د مشرانو لخوا له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې تاجکستان ته د اوسپنې پټلئ د غزیدو تفاهم لیک لاس لیک شو.
د دغه تفاهم لیک له مخې د درې واړو لورو د اړوندو وزارتونو متخصصین به د دغه تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د یوې میاشتې په دننه کې د دغې پټلئ د تخنیکي، حقوقي او مالي اساساتو جزئیات وڅیړي.
د اوسپنې د دغې پټلئ عملي کار چې ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان به سره ونښلوي، د روان کال د جولای په لومړيوکې پیلیږي.
د اوسپنې دغه پټلئ به د ترکمنستان د اتا مراد له سیمې څخه پیل شي او دافغانستان پولې ته نیږدې د امام نظر سیمې ته به را ورسیږي، بیا به د افغانستان د اقینې او اندخوي د سیمې په تګلوري کې دوام ومومي او وروسته به دکندز ولایت د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان سره ونښلي.
د دغه تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ولسمشرانو په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ او دغه پروژه یې د سیمې د هېوادونو د اقتصاد او سوداګری د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهمه وبلله.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په دغه خبري ناسته کې وویل:” د اوسپنې د دغې پټلئ جوړیدل به نه یوازې د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونه سره ونښلوي، بلکې د دغو هېوادونو د خلکو او د سمیې د هېوادونو په اقتصادي پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.”
حامدکرزي زیاته کړه: ” د دغه تفاهم لیک په لاس لیک سره مو د خپلو خلکو د ښیګڼې لپاره یوځل بیا یو بل ګام پورته کړچې له شک پرته به زموږ د درې واړو هېوادونو د خلکو د اقتصادي ودې سبب شي او دوی ته به ښه راتلونکي په سوغات راوړي.”
ټاکل شوې ده چې ولسمشرکرزی به سبا پنجشنبه د نوروز په نړیوال جشن کې ګډون وکړي .
دیادولووړده چي دوه کاله مخکي دنړیوال بانک په مرسته دحیرتان اومزار شریف داوسپنې پټلي د(۷۵) کیلومترو په اوږدوالې اود (۱۷۰ ) میلینونو ډالرو په پانګه پرانیستل شوه اود بشپړیدوچاری یې دازبکستان هیواد له لاري سرته ورسیدي.

Copyright Larawbar 2007-2024