تنکي اليکسندرس يوه قيمتي خزانه کشف کړه

مختار احمد احسان | اپریل 29th, 2008


نهه کلن اليکسندر ګرېنهوفد سويډن د لوند په ښار کښي نهه کلن اليکسندرس ګرېنهوف (Alexanders Granhof) دخپل نيکه سره دباندي دتاريخ په لوست بوخت وو، ترڅو نيکه یې ورته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندي کړي، چي په دې حال کښي يې سترګي په خټه کښي پر ځليدونکو فلزي موادو برابري سوې چي هغه قيمتي سکې وې .


نوموړي سکې چي دماهرانو په وينا يوه ډيره لويه خزانه ده، اووه زره دسپينو زرو سکې دي، چي يوسل او اويا زره يورو قيمت لري .


نهه کلن اليکسندر له کشف سوي خزانې سرهتنکی اليکسندرس دنوموړي خزانې په پيدا کولو سره په سويډن کښي په ډير لنډ وخت کښي بې حده زيات مشهوره سو .


نوموړې خزانه په همدغه ساحه کښي نژدي يو ميوزيم ته وسپارل سوه چي ماهرانو دڅېړلو څخه وروسته سمدستي نندارې ته وړاندي کړه .

Copyright Larawbar 2007-2024