كه شـپه تياره ده مڼې په شــــــمار دي

د لراوبر اداره | اپریل 29th, 2008



((بكــــــــــــش خوده))



((بااطمـــــــــنان بدويـــم؟!))


ګرانولوستونكو!


هوولې نه!


ولې به دغويي داتمې نېټې دځغاستې د نړيوالي سيالي ځلانده اتلان د دفاع اوكورنيوچارووزيران اود استخباراتو مشر د


باور رايه نه ترلاسه كوي؟!


لكه څنگه چې نورافغـانان هم په دې نظر دي چې دفَضل الرحمن څمكني وژنه او د داودځاځي ټپي كېدل ديومخكيني پلان له مخې ترسره شول كه داكارواقعاٌ په اصطلاح طالبانو كړى واى نو بيا يې ولې په ډېره ارامه فضا او نږدې واټن كې په كرزي او ددفاع په وزير دمردكوباران نه اوراوه؟


هغوى خودواړه د زرهي وسيلي لپاسه په ښكاره ډول داخوا اخوا ښه ارام  وگرزېدل خو ډزي په داسي وخت كې ترسره شوې چې ملي سرود داورېدلوپه حال كې ؤ اوټول په دووپښوولاړ وو چې، له نظامي اړخه هرهدف ښه څرگند ښكارېده دتورن اسمعيل او مجــــددي ږيرې خوله څلور كيلومتري څخه ښكارېدې او فهيم هم دوه متره سور درلود زه دطالبانو د وياند داخبره نه شم منلى چې كرزى هم په پښه لږېدلى دى داهيـڅ منطق نه شي منلى چې، له كرزي سره په څنگ كې د طالبانو لمړى درجه دښمن پلن او سورور فهيم ولاړ وي او مرمۍ دې دكرزي په پښه لږيږي بل دا چې كــرزى ترزنگنو پورې نه ښكاريده ځكه چې مخې ته يې دېوالگى ؤ يوځل بيا يادوم چې كه رښــــتياپه دې پېښه كې د طالبانولاس واى نو هلته خو دطالبانو گڼ شمېر مخاليفين له لرې ښه څرگــند ښكارېدل خو نه نه داپلان دسقاو د لمسيانوله خوا عملي شودا ځكه چې دتاريخ په اوږدو كې هغوى داډول بې ننگه غلچكي بريدونه كړي او كوي يې همــدارازپه دې بې ننگه پېښه كې د شــمال منحوثه جبهه شريكه ښـــكاري او كنه نوداخود نه منلوخبره ده چې ددومره شرمېدلې پېښې په صورت كې دي


پارلمان بياهم دباور رايه وركړي؟


زه دځينو دلايلو له مخې په دې پېښه كې دپارلمان د سقاويانو لاس ځكه شريك بولـم چې، اول خويې يوشـــميرتورمخي لكه ريگستاني او نور دجشن سيمې ته نه وو ورغلي بل دا چې ولې په فهيم او كرزي دمرميو باران ونه شو؟


را به شود مسلې بل اړخ ته هغه داچې ولي يو شمېر وكيلان د ځينو قراردادونو دمالــومولــو په پلمـــه جرمني او نورو هيوادونو ته لېږل شوي دي چې ډېرى يې پښتانه دي؟


مثلاٌ:


دجرمني د بايرن ايالت ته اته كسان چې دخوست،پكتيكااوننگرهارپښتانه وكيلان پكې دي دسيمينز اونوكيا كمپنۍ د ځينو قراردادونوپه پلمه لېږل شوي دي همداراز نوروهيوادونوته يې هم په نورو پلموځينې وكيلان لـيږلي چې دسـلو وكيلانو په شاوخوا كې همـدانن ورځ دپارلمان په غونـډه كې حاضر نه وو دا ځكه چې دسبوتاژماهرينو لا له وخته پلان كړې وه چې، له دې شرمېدلې پېښې څخه وروسته په ډېره بيړه پورتني دځغاستواتلان داستيضاح لپاره وغوښتل شي اوبرى يې په نسيب شي همداسي وشول په پارلمان كې د غلوزامنو غلو ته نجات وركړاو داغله او داړه ماران به ترڅو حاكــم وي ترڅو چې پښــتون يوملي مشر ونه مومي .


څومهمې پوښتنې:


۱ـ امراﷲ صالح په څومره سپين سترگي داخبره كوي چې طالبانو لا دمخه دحملې پلان درلوداوكومې ډزې چې له كومه ځايه څخه شوې دي هغه يوه كرايي كوټه وه چې مخكې له مخكې يې كرايه كړې وه داپه داسـې حال كې چې ټول داوايي


چې له ورانو كنډوالوڅخه ډزې وشوې؟


۲ـ دا چې داستخباراتو داچرگوټى((امراﷲ) بيا وايي چې شلو ځانمرگولا دمخه كابل ته ځانونه رارسولي دي نو څه شول هغه ځانمرگي خو يوو هم په هغو ښو مساعدو حالاتو كې ځان ور ونه رساوه چې يو څو خو يې نور هم پكې وژلي واى بيا هم په داسې حال كې چې پنجابي ځانمرگو دشــمال د جبهې په مشـوره دخداى بښلي حكيم تڼيوال صاحب دخښېدلو په مراسمو كې په حدېره كې له شپېتو څخه زيات بې گناه كسان ووژل، يا زموږ د پښتنوپه نوروسيموكې ځانمرگي د عادي بزگرانوپه مينځ كې هم ځانونه الوزوي او پښتون قام كمزورى كوي خود كابل د دومره زيات شمېرعالي رتبـه مامورينو مينځ ته يو ځانمرگى هم ورنه غى؟


۳ـ د دفاع وزير خوهسې هم شرمېدلى چې په رڼا ورځ يې كور غلو وواهه دا ځل نوښه په شرمو وشرمېده هغه بدرنگه خېټور وايي چې زموږ اردو خو په وسلو كې يوه مرمى هم نه لرله ځكه ځغاستل واوا دا دى عجيب منطق؟


ښه نو دا چې تاسې واياست چې له شپږو طالبانو څخه مو درۍ ووژل دا نو تاسو په لينده(غولكه )وويشتل؟


او كه مو ويشتي وي نو تاسې څومره په بيړه هغې كرايي كوټې ته وروختئ چې دابيا هم دامراﷲ صالح خبره بې اساسه كوي ځكه چې، څوك چې په موضيع يا كوټه كې وي نو دومره ژرله مينځه څخه نه ځي .


۴ـ دملي خاين (مسعود) تلين چې لمانځل كېده نو هلته يې هم كرزى پسې وځغلاوه او پرې يې نه ښود چې دوه خبري په پښتو ژبه وكړي گاومېش فهيم له واره تور په ننگرهاريانو ولگاوه چې دا ډبرې دوى وار كړې دا په داسې حال كې چې دپنجشېر دځيناورو ډلې دا كار ترسره كړى ؤ نو تاسې وواياست چې ترڅوبه لانور خاموش كېنو؟


يوه جدي هيــــــــــــــــله:


پښتنو وروڼو!


راځئ د طالب ، خلقي، حزب اسلامي اونورې ټاپې له نظر څخه وغورځوئ دا ځكه چې دا خو دغليم تبلغ دى چې پښتانه يې ټوټه ټوټه كړي دي، نن په دې نوم وهلى او سبا يې په دې، كوشش وكړئ چې په لوړمنطق دنړيوالو ذهنيت ته تغير وركړئ ترڅو هم نړېواله ټولنه اوهم موږ دا دمكر له جال څخه په برياليتوب سره راووزو؟


له خپلو اتلو ننگرهاريانو څخه هيله كوم چې نور دمنحوث ملي خاين ((مسعود)) تصويرونه له سيمې څخه ورك كړي .منــنه

Copyright Larawbar 2007-2024