کور / تازه خبرونه / کاپيسا:ناټو ۱ مړی مني خو طالبان د ۶ وژل سوو ادعا کوي

کاپيسا:ناټو ۱ مړی مني خو طالبان د ۶ وژل سوو ادعا کوي

د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالي کي دناټو ځواکونو يو سرتيرئ مړ او بل ژوبل سوی دی ، دا خبر لراوبرډاټ کام ته د ناټو ځواکونو د کابل له مطبوعاتي دفتره په رالېږل سوې ليک کي د ناټو ځواکونو د وياند له خوا څرګند سوی دی ، په خبرکي ويل سوي چي مرګ ژوبله د يوه بريد له امله رامنځته سوې ده خو دا نه دي ويل سوي چي بريد د چا له خوا ترسره سوی ، په خبرکي د سرتيرو هويت نه دی څرګند سوئ او د مخالف اړخ دمرګ ژوبلي خبره هم نه ده ياده سوې  .


بله خوا د ورته پېښي په اړه دطالب وياند ذبيح الله مجاهد له خوا لراوبرډاټ کام ته په رالېږل سوي ليک کي ددې پېښي جزيات په دې ډول ليکل سوي دي :


ذبيح الله مجاهد: نن له غرمې مخکې ، د امریکایې عسکرو دوه ټانګونه په داسي حال کې د اسلامي امارت د مجاهدينو له لوري د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ د” دراب” په سیمه کې په درېو مختلفوځايونو کې په کمين نيولو سره د دښمن پرکاروان بريدونه ترسره شول ، چې کله د دښمن ځواکونه د تيري ورځي د جګړې او بمباری د پلټونو په موخه سيمې ته را روان ول .
د خبر له مخې ، په درې واړو کمينونو کې د دښمن دوه ټانګونه ويجاړ شول اوپکې ناست عسکر چې شمير يې شپږو تنو ته رسيدی ، ووژل شول او يوشمير نور يې ټپيان شوي هم دي .
په بريدونو کې چې پوره يوساعت يې دوام درلود ، مجاهدينو ته پکې هيڅ ډول زیان نه دی اوښتی .