ميدان وردګ:د واليبال سيالۍ دپامير لوبډلي وګټلې
د ميدان وردګو ولايت د بدني رونې امریت لخوا ددې ولايت د سیداباد ولسوالۍ د سیداباد په عالي لیسه کې د څلرویشت لوبډلو ترمنځ د والیبال دغه شپږ ورځنیو سیالیو په بای لوبه کې د پامیر وردګ او سالارو لوبډلې سره مخامخ شوې .
په دغه پای لوبه کې پامیر وردګ لوبډلې وکولای شول،چې درې د دوه په وړاندې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددغه سيالیو د اتلولۍ مقام خپل کړي .
د دغه سیاليو په پای کې چې په سلګونه مینوال یې نندارې ته راغلي وو، د سیداباد ولسوال ډاکټر مسلیم،د بدني رونې امر عین الله حق بین او یوشمیر نورو مشرانو له لورې د ولايت مقام لخوا برابرې شوې ډالۍ،کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول .
د یادونې وړده،چې د دغه سیالیو وروسته لومړي او دویم مقام ګټوونکو لوبډلو ته د لوبو کولو بشپړ لباسونه هم ورکړل شول .