کندهار : په ۳ میاشتو کي به د فوډ زون پروګرام پیل سي

عطاالله محمدي | مارچ 28th, 2013


کندهار افغانستان-د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل عثماني نن کندهار ولايت ته په خپل سفر کي وويل چي درې مياشتي وروسته به په دغه ولايت کي د فوډ زون پروګرام پيل کړي.
نوموړي زياته کړه چي دغه پروګرام د نشه يي توکو لپاره د تقاضاء د کمښت، د بديل معيشيت، د پوهاوي سطحي لوړوالي او د قانون د تحکيم لپاره ډيزاين او منظور سوى چي په ترڅ کي به يې مختلفي برخي تقويه سي.
هغه يادونه وکړه چي ياد سوى پروګرام به په ولايت کي د والي په مشرۍ مخ ته ځي او مستقيماً به په دغه ولايت کي د امريکا د نړيوالي پرمختيايي ادارې USAID سره کار کوي.
له وزير عثماني سره په دغه سفر کي د قانون د حاکميت په برخه کي د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ايالاتو سفير مک فارلنډ هم برخه درلوده او دلته يې له نظامي او ملکي مسؤلينو سره په دوو جلا جلا مجلسونو کي وليدل.
له کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره په لومړۍ ليدنه کي وزير او سفير ته ددغه ولايت د عمومي حالت په اړه معلومات ورکول سول او د کوکنارو د کښت پر ضد دپيل سوي کمپاين له وروستي حاله خبر سول.
والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا وويل اداره يې ژمنه ده څو د ولايت په ټولو برخو کي کوکنار له منځه يوسي چي دغه کار يې له وړاندي پيل کړى دى او تر دې دمه يې څه کم زر هکټاره مځکه هم له دې بوټي پاکه کړې، خو په خبره يې چي لا هم د کابل مربوط ځيني کارونه سرته نه دي رسېدلي او ستونزي پر ځاى پاته دي.
هغه زياته کړه چي د کوکنارو کرکيله اکثراً د بزګرو او کرونده لرونکو د نورو قانوني حاصلاتو ته د مارکېټ او بازار د نه شتون له خآطره وې او په دې برخه کي د ښه تره کنټرول لپاره بايد په مرکزي او ولايتي سطحه د بازار موندني لپاره هڅي زياتي سي.
نوموړي د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره د فوډ زون پروګرام هم ښه وسيله وبلل او په دغه پروګرام کي يې د تبليغاتو برخي د غښتلي کېدو په هدف د مسجد، کور او مکتب ترمنځ د ارتباط وړانديز وکړى.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزير په اوونيزه امنيتي جلسه کي هم ګډون وکړى او هلته يې له امنيتي ځواکونو وغوښتل چي د کوکنارو چي د قانون د تنفيظ لپاره د تارياکود لويو کښت کوونکو مخه ونيسي او هغوى د عدلي تعقيب په موخه څارنوالۍ ته معرفي کړي.
نوموړي د کندهار ولايت اداره وستايله چي تېر او نور کلونه يې د کوکنارو په محوه کي د پام وړ کارونه کړي او په خبره يې چي ددې ښه کار او ښې رهبرۍ په نتيجه کي اوس د کندهار په څو ولسواليو کي د ترياکو کرکيله د صفر کچي ته راټيټه سوې ده.
ښاغلي عثماني وروسته د کندهار ولايت د رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته وويل چي دوى له خپلو نړيوالو متحدانو سره کار کوي څو فوډ زون پروګرام چي اوس لپاره به دوه کاله وي، دريو کلونو ته اوږد کړي او د زيات وخت لپاره په کندهار ولايت کي ادامه ورته ورکړي.
د قانون د حاکميت او د عدلي برخي د غښتلي کولو لپاره د امريکا سفير مک فارلنډ هم د کندهار اداره د قوي رهبرۍ له خاطره وستايله او زياته يې کړه چي دوى به د افغان پولو د کنټرول لپاره د سرحدي پوليسو د پياوړتيا او تجهيز لپاره ځانګړي ګامونه اخلي څو په افغانستان کي توليدېدونکي ترياکو نورو هيوادونو ته قاچاق نسي.
نوموړي زياته کړه چي هيواد يې ولسي وګړو ته د کارونو زميني پيداکولو لپاره هم يو شمېر ځانګړي پرمختيايي پروګرامونه پيل کړي چي پر اساس به يې ډېرو خلکو ته کارونه پيداسي او په دې توګه به د اقتصادي مجبوريتونو له خاطره د کوکنارو د کښتګرو شمېر راکم سي.

Copyright Larawbar 2007-2024