پوليس وايي پر امنيې قومندانانو دبريدونو تنظيموونکی ووژل سو
د کندهار چارواکي وايي افغان پوليسو تېره شپه د کندهار ولايت په معروف ولسوالي کي د وسلوالو طالبآنو هغه قومندان چي د کندهار پر دوو امنيه قومندانانو يې د ځانمرګو بريدونو لپاره پوليس اماده کړي ول او بريدونه يې طرح کړي ول ووژئ.
له کندهار ولايت مقام څخه لراوبر ته په رسيدلې خبرپاڼه کي راغلي چي د حافظ حکمت الله په نوم ياد سوى قومندان د وسلوالو طالبانو د کويټې شورا لخوا د افغان ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کي د نفوذي عناصرو د پيداکولو لپاره ګمارل سوى و ډېره موده د افغان ملي امنيتي ځواکونو د کشفي څانګو لخوا تر جدي څار لاندي و چي بلاخره تېره شپه له پاکستانه تر را اوښتو سمدستي وروسته د کندهار د معروف او د زابل د اټغر ولسواليو په سرحدي سيمو کي له خپلو دوو ملګرو سره يو ځاى ووژل سو.
وسله والو طالبانو تر اوسه د چارواکو ددغي ادعا په اړه رسنيو ته معلومات نه دي ورکړي .
چارواکي وايي د افغان ملي پوليسو هغه غړى چي دوه کاله وړاندي يې د کندهار پر مخکينى امنيه قومندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد ځانمرګی بريد کړی و ، هم د حافظ حکمت الله لخوا چمتو سوى و .
لراوبر ته د رسيدلي خبرپاڼي له مخي حافظ حکمت الله همداراز تېر کال په کندهار ښار کي ددغه ولايت پر اوسني امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق باندي هم د موټر په مرسته ځانمرګى بريد طرحه کړى و چي هغه ورڅخه ژوندى ووتى.
پر لوړ پوړو چارواکو د بريدونو چمتوکوونکی د کندهار په معروف ولسوالي کي د ملي امنيت رياست پر کارمندانو هم ځانمرګى بريد طرحه کړى و چي په نتيجه کي يې ددغه رياست څو تنه سرتيري وژل سوي وه.
دا چي په دغه عملياتو کي بهرنيانو هم برخه اخستې ده که څنګه د کندهار ولايت مقام نور معلومات نه دي خپاره کړي .