په کندهار کي د پوليوضد کمپاين پيل سو
په کندهارکي دپوليودناروغي پرضد دپوليو دواکسين درې ورځني کمپاين پيل سو
نېټه١٣٩٢، ٠١، ١١
کندهار افغانستان- په کندهارولايت کي نن سهار دپوليودناروغي پرضد دپوليودواکسين ځانکړۍ درې ورځنۍ کمپاين پيل سو. دغه کمپاين د منډيګګ په ماڼي کي دکندهاردوالي پوهنوال ډاکټرتوريالي ويسا او دعامي روغتيا درئيس ډاکټرعبدالقيوم پخلا له لوري پيل سو. دغه ځانګړي پيل سوۍ کمپاين دهغو ولسواليو لپاره ځانګړي دي کوم چي په تيرو کمپاينونوکي ديادو ولسواليوماشومان دپوليودواکسين څخه پاتي سوي وې.
دکندهاروالي پوهنوال توريالي ويسا په خپل پرانستونکي وينا کي دټولو اړونده ادارو څخه مننه وکړه او وويل چي يادي ادارې دپوليودناروغي پرضد نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي او تنکي ماشومان يي دپوليو دناروغۍ څخه ساتلي دي چي په وينايې ښه پايله يې داده چي په ٢٠١٣ کال کي دپوليودناروغي هيڅ کومه پيښه نده ثبت سوې.
په همدې حال کي ډاکټرقيوم پخلا هم د پوليودناروغي پرضد دخپلوهلوځلويادونه وکړه او وويل چي دوي نه ستړي کېدونکي هاند او هڅي کړي څودپوليوواکسين د کندهار ټولوسيموته ورسوي اود ماشومان دپوليودناروغي څخه وژغوري.
کندهاروالي پوهنوال ډاکټرتوريالي ويسا بيا دټولو کورنيو، په ښونځيو کي دښونکو، ملا امامانو، دټولني مخورو او مشرانوڅخه وغوښته چي دپوليو دکمپاين له پاره کاروکړي او ځانونه په دې ډاډه کړي چي دټولني دپنځوکالوڅخه کم عمرلرونکي هرماشوم دپوليو د دوو څاڅکو څخه بې برخي پاتي نسي.
کندهاروالي همداراز د امنيتي ځواکونو او وسلوالومخالفينوڅخه وغوښته چي دپوليودکمپاين په وړاندي خنډ جوړنکړي څو دپوليوکمپاين پرمختګ وکړي او دپوليوناروغي په کلي توګه ددې حوزې څخه له منځه ولاړ سي.