کور / نثر / دام

دام

دمرغيوسيلونه په هرځاى اوهروطن كې شته ،خوزمازړه بيادخپل هېواد،دمرغيوپه مينه كې زښت ډېرښكېل دى ،هو،دهروګړي زړه ته دخپل هېوادشتۀ ورګران وي  .
دمرغيوپدې سېلونوكې نران اوښځينه چې ځينې يې وادۀ شوې ،خوځينې يې بياتراوسه نه دي وادۀ شوي ،پدې تمه وخت تېروي چې كومه وړ جوړه پيداكړي اوژوندورسره شريك كړي  ،دا دژوندانۀ كارونه دي ترسره كيږي به پسې ،خوزماپام پدې سيلونوكې يوسېل ته ور واوښت اوپدې سېل كې ديوې مرغۍ په حالت ډېر وځورېدم ،لااوس هم ځوريږم اوپه ذهن كې يې راسره سل فكرونه ملګري كړيدي ،كله چې دهغې مرغۍ بدحالت رانه هيرشي ،نودبلې مرغۍ په ليدو بياهم دښكېلې شوې هغې حالت راپه يادشي اودېته مې اړباسي چې له ډېرافسوسه سريې بلې خواته وښورم اوله ځانه ووايم  چې ( څۀ ،څۀ ،څۀ . . .)
تاسوپوهيږى چې هره مرغۍ يوه ځانګړنه اودنده لري ،خودښكېلې شوې مرغۍ دنده مخكې له ښكېلدلواوښكيلولوڅخه داوه چې كله به په سېل كې راغله نوخلك يې دراتګ له امله پدې خبرېدل چې نن به اسمان وريېځ وي  ،سباته به باران ووري  . . .
دايوه ښځينه مرغۍوه چې تېروېستل شوې وه ،نه پوهېږم چې تېروتې مرغۍ به دكومې هيلې لپاره دخپل جنس له هغه سره ملګرتياكوله ،ښايي څه تمه يې ورته لرله ،دهغه په مينه يې باوردرلود،خداى خبرچې هغه به څه څه غورې اوباټې ورته كړي وي . . . ښايي دېته ورته يوڅه وي چې خواركۍ مرغۍ له هغه سره په لاره تله اوملګرتيايې ورسره كوله ،لدې څه خبره وه چې هغه يې په دام كې ښكېلوي ،داسې يې ښكېلوي چې بياهېڅ وخت ځان ترې خلاص نه كړاى شي .!
زه څه خبروم نوموړې مرغۍ . . . پداسې حالت كې ده ،يوه ورځ مې يودوست راته ووې چې هغه مرغۍ په دام كې ښكېله شوې ،ماونه پېژانده ،ورته ومې كومه مرغۍ ؟
ـــ چې په راتګ سره يې خلك له شين ،برګ . . . اسمان څخه خبريدل .
ددې خبرې په اوريدو مې اوښتان نېغ ودرېدل ،زه لاپه سوچ كې وم ،دوست مې راته ووې ،راځه  هغه دام درباندې ووينم چې نوموړې مرغۍ پكې ښكېله شوې  .


*   *    *
دخزان وهلې ونې غوندې يې يوه يوه پاڼه بادرېژوله ،داسې چې ونه لا پرځان هم نه وې خبره اودخزان باديې ورور پاڼې رېژوي چې بېلاخېره لغړه يې كړي  . . .
مرغۍ هم دېته په ورته حالت كې وه ،خوهغه پرځانه لا نه وه خبره چې يوه يوه بڼكه يې شكېدله اولاندې په خاورو كې لوېده ،مرغۍ لاهم دځوانۍ سندرې وېلې ،خندل يې اوپه وېښه يې دهغې تمې اوهيلې خوبونه ليدل چې ددې په زړه كې وه،همدغې تمې اوهيلې يې په سترګو داسې پردې غوړولې وې چې ددې دښكېلولولپاره يې په پښوكې ورته غوړېدلى اوچمتوشوى  دام  نه ليد،خدايزده له هغې سره به څه هيله وي ،پدې يوخداى ښه پوهيږي ،خوزه دومره پوهېږم چې د دام ځاى ته دنوموړې مرغۍ تګ بې له كومې هيلې اوتمې ناشونى ؤ. . .
دام هم ډېربېرحمه اوظالم ؤ،ځكه چې دام  ډېركله مرغۍ په پښوكې نيسې ،خودغې بې زړسويه دام ،ياده شوې مرغۍ په مرۍ كې ونيوه اوبيايې چا اواز وانه ورېدۀ .


انسان څومره بدرنګ دى ،انسان څومره ښايسته دى