لر افغانستان : وروستۍ پيښي : دمردان د قاضى آباد په کلي کښي…

د لراوبر اداره | اپریل 29th, 2008


دمردان دقاضى آباد په کلى کښې دمعمولى خبرواترو وتاويلى ماويلى څخه وروسته دډزو په تبادله کښې دوه سکنى داکا زامن په حق ورسيدل دپوليس دراپور ترمخه دوولانجه منو ډلو ترمنيځ دمعمولى تاوتريخوالى څخه وروسته دپرله پسى ډزو لړۍ پيل شوه چې دهمدى ډزو په پايله کښې دوه سکنى دتره زامن محمد رمضان اومحمد غنى سملاسى په حق رسيدلى دي ځايى پوليسو داقبال حسين، بختيار او زوارحسين پرخلاف مقدمه ليکلى اوکلکى څيړنى ئي پيل کړيدى.
 




 دپاکستان مسلم ليګ (ن) اوپيپلز ګوند ترمنځ دقاضيانو دبېرته کارکولو په هقله خبرې اتري دناکامى سره مخ شويدې دمسلم ليګ(ن) پلاوى بېرته له دوبۍ څخه پاکستان ته راستون شو دراپورونو ترمخه دمسلم ليګ(ن) مشرانو په دوبۍ کښې دپيپلزګوند مرستيال مشر آصف على زرداري سره خبرې وکړې اودغه يې ورته په ډاګه کړه چې دوى کولې شي چې وزارتونه پريږدى خوپدغه هقله حتمى پريکړه به دمسلم ليګ (ن) مشرنواز شريف په خپله راتلونکي کړنلاره دبيانولو په وخت وکړي.
 




 دصوبه سرحد وزيراعلى اميرحيدرخان هوتي ويلي دي چې دحکومت او طالبانو ترمنځ په خبروکښې که دزغم څخه کاروانه خستل شو نودامنيت لپاره روانې خبرې اترې به ناکامه شي پېښورکښې دکډني سنټر پرانستلو وروسته دخبريالانو سره دخبرواترو په ترڅ کښې ښاغلى هوتي زياته کړه چې پوځ دځينو حالاتو له امله په قبائيلى سيمو کښې موجود دى که چرته حالات بېرته پخوانى ځاى ته راغلو نو پوځ هيڅ شوق نه لري چې په قبائيلى سيمو کښې پاته شي نوموړى زياته کړيده چې داوربند وروسته په خبرواتروکښې پرمختګ کول پکاردى که پوځ ترخبرواترو دمخه وايستل شي نوځاى به يې نورقوتونه ونيسي طالبانوته احساس کول پکاردى چې حکومت به دقانون پواکمنۍ هيڅ دول سودا ونکړي که چرته په قبائيلى سيمو کښې حالات خراب شي نوپرسرحد ايالت به يې اغيزضرورکېږي وزيراعلى وويل دخبرواترولړى ته دوام ورکولو لپاره به ډير زر دمرکزى حکومت سره خبرې وکړي.
 




دډيره اسماعيل خان ديونيورسټۍ په روډ باندي دټرک موټر اوټرايلر دټکر اوجنګيدو له کبله دوه وګړى مړه اودوه تنه ټپيان شول دپوليسو څخه دترلاسه شوي راپور په اساس ديونيورسټۍ روډ دکوچنوټى درابن په سيمه کښې دروميانو څخه د يو ډک ټرک اوټرايلر چټک تګ ددى لامل شو چې دواړه ګاډى په خپلو منځو کښې سره غيږ په غيږ  وجنګيږى اودټرک دپاسه ناست دوه دياړى ماران محمدعارف ا وسردار په موقع سره مړه شول پدى خونړۍ پيښه کښې دوه نوروګړى هم سخت ژوبل شويدى ژوبل وګړى دځايى خلکو په تيغه مرسته په چټکى سره دډيره اسماعيل دډسټرکټ هيډکوارټر روغتون ته ليږدول شويدى دمړوشومزدورانو جسدونه خپلو وارثانو ته سپارل شوي پولسو مقدمه ليکلى اوڅيړنى ئى پيل کړيدى.
 




دسرحد حکومت داورلګيدنې په پيښه کښې دمړو شوو دکورنۍ سره ددوه لکه کالدارو مالى مرسته کولو اعلان وکړ دغه کالدارې به په دوو ورځوکښې ورکول شي دغه اعلان دعوامي نيشنل ګوند پارلمانى مشر بشيربلورکړيدى ښاعلى بلور تېره ورځ دسرکۍ ګيټ په پيښه کښې وژل شوو ماشومانو له پلارسره وکتل او ورسره يې ځان په غم کښې شريک وباله ايالتي وزير دپيښې د څيړنې حکم هم ورکړيدى.
 




په سينيټ کښې دايوان مشر سناتوررضا رباني ويلى دي چې مسلم ليګ (ق) د٣م نومبر اقدامات جائز بللو لپاره قومى اسمبلۍ ته قراردادوړاندې کولو سره دپارلمان پرکردار تور داغ لګولۍ ود خپل دکار په دفترکښې مطبوعاتى کنفرانس ته دوينا په ترڅ کښې ښاغلى ربانى وويل چې د(ق) ليګ په دورکښې دبلوچستان عمليات وشول اکبربګټي شهيد کړل شو خلک يې مقدمه کړل شول دليويز پرځاى پولس نظام نافذ کړل شو خو اوس دوى مونږ ته د ډيموکراسى دراښودلو کوښښ کوي نوموړي ويلى چې دقاضيانو دبېرته کارکولو په لړکښې هيڅ ډول اختلاف نشته دقرارداد دلارې به قاضيان بيرته بحال کړل شي.
 




دصوبه سرحد دزکواة وعشروزير حاجي زرشيدخان ويلى دي چې دکعبې او مدينې منورې زيارت کوونکو او حاجيانو ته دسفر اسانتياوې برابرول يوښه عبادت دى چې کوم خلک پدغه کارکښې بوخت دى دهغو لپاره اجرعظيم دى دغه خبرې اترې ايالتى وزير ديوې شخصي ټريول ايجنسۍ دپرانستې دستورې ته دوينا پرمهال وکړې ايالتي وزير زياته کړه چې اسلام دمينې محبت سولې او ورورګلوى درس ورکوي او ديوه مسلمان په صفت مونږ ته دټول انسانيت دښيګړى لپاره کارکول پکاردى موجود حکومت په صوبه کښې امنيت ټينګول غواړي اودصوبې ميشت خلک بايد دهېواد ارزښناکه ګټې په نظرکښې نيولو سره بايد له موجوده حکومت سره همکارى وکړي.
 




په سويلى وزيرستان کښې دفلاينګ کوچ اوپک آپ دکلک ټکر اوجنګيدوله امله ژورى کندى ته وغورځيدل چې پدى خونړى او وژونکى پيښه کښې پوره ١١ تنه په حق رسيدلى اوشپږ تنه مرګونى ټپيان دي دترلاسه شوى يو باورى راپور له مخه په مکين واڼا روډ ديو کوچ اوپک آپ دسړک دخرابوالى په وجه سره خپلوکښې مخامخ ټکر او وجنګيدل چې دټکر وروسته يوى ژورى کندى ته پريوتل دسړک دټکر په دغه دردناکه پيښه کښې ٨ تنه په مړقع مړه شول او٩ تنه نورکلک ژوبل شول ځائي خلکو سمدستى په مرستندويه کارونو لاس پورى کړ دحق رسيدلو وګړو جسدونه او سخت ټپيان ئي روغتون ته په پوره تيزۍ اوچټکۍ سره ورسول خوله بده مرغه چې درې تنو دسختو ټپونو اودردونو توان رانه وړ اوهغه هم لږ شيبه ورسته په حق ورسيدل يوازى شپږ تنه کلک ټپيان اوس مهال دواڼا روغتون کښې ترعاجلى درملنى لاندي دي.
 




)دصوبه سرحد دجيل خانه جات وزير ميانثارګل کاکاخيل وايې چې حکومت دغيرسرکارى تنظيمونو سره په ګډه دصوبه سرحد په بنديخانو کښې ښه والۍ او بنديانو ته اسانتياوې برابرول غواړي پېښور کښې دغيرسرکاري تنظيمونو په بنديخانو کښې دخيرښيګړې دکارونو په هقله رابلل شوې غونډه کښې ايالتي وزير دغه څرګندونې وکړې په غونډه کښې ايالتي وزيره ستاره اياز دصوبه سرحد دکورنيو چارو سکرتر دجيل خانه جات آئى جې او نورولوړو چارواکو ترڅنګ دغيرسرکارى تنظيمونو استازو ګډون درلود په غونډه کښې دآئى جې جيل خانه جات په مشرۍ يوه کميټۍ جوړولو پريکړه وشوه دغه کميټۍ به په بنديخانو کښې داصلاحاتو اوبنديانو ته داسانتياوو برابرولو دچارو ځارنه کوي په غونډه کښې دټولو بنديخانو (سپرټنډنس) چارواکو ته امروشو چې دبنديخانو او بنديانو داسانتياوو په هقله دي رپوټ وړاندې کړل شي.
 




 دپاکستان دولسمشر پرويز مشرف اولومړى وزير يوسف رضا ګيلانى دراولپنډۍ په صدارتى مقرکښى له يوبل سره وکتل پدى ليدنه اوخبروکښې دملک دمشرانو په خپلوکښې سره موافقه وکړه چې دجمهوريت او جمهورى ادارو دپياوړتيا اوپراختيا پخاطر دى له ټکر اوغچ اخيستلو څخه په کلکه سره ډډه وکړاى شي دنوموړى کتنى اوخبرو اترو پرمهال ولسمشر پرويزمشرف په ټينګار سره ددى خبرى اوژمنى يووارى بيا پخلى وکړ چې دى به دآئين لاندى دحکومت ننګه اوملاتړ جارى ساتى او له حکومت سره به يوځاي په هېوادکښې دجمهوريت دغښتلى کيدو اوطاقتور کيدو پخاطر له هيڅ راز هڅو اوقربانۍ څخه ډډه ونه کړى تردى دمخه لومړى وزير يوسف رضاګيلانى دليدنى کتني پخاطر دپلازمينى اسلام آباد څخه دراولپنډى صدارتى دفتر مقرر ته ولاړ او هلته دولسمشر پرويزمشرف له خوا ورته دښه راغلاست په ويلو هرکلى وشو درارسيدلى باورى خبرترمخه پدى ګډه ليدنه کتنه کښې دهېواد په اوسنى امنيتى حالت ګرانۍ او دپاکستان ،هندترمينځ په شوو خبروجاج واخيستل شو او دپاکستان داوسنى او تازه سياسى حالاتو په اړوند سره اوږدى خبرى او دنظرتبادله وشوه.
 




 په پېښورکښې دبريښنا دنشتوالى له ا مله خلک په سختو شرايطو کښې ژوند کولوته اړشويدي پېښورښار کښې هره ورځ داتو څخه ترلسو ساعتو پورى دبريښنا دپوټ پوټاني لړۍ دوام لري (ريسکو) دپېښور دبريښناادارې ترمخه دبريښنا دلوډشيډنګ په وخت کښې زياتوالۍ دبريښنا په توليدکښې دکمبوت له امله شويدى له کليوالو سيموکښې دبريښنا دنشتوالي وخت ترښارونو هم زيات دى دبريښنا دنشتوالى له امله ګڼ شميرفابريکى له کار څخه لويدلى دي او عام خلک دسخت مشکل سره مخامخ دي.
 




دسهيلى وزيرستان چارواکي وايې چې حکومت دپوځي عملياتو پروخت دزيانمن شوي قبائيلى طالبانو امير ملانذ ير څونورمهموقوماندانانوپه شمول تريوسلو پنځو سو څخه زيات طالبان جګړه مارانوته دزيان په بدل کښې په لوړه کچه مالي مرسته کړيده دبريتانوي خبري سرچينې دراپورمخه تيرکال دسهيلى وزيرستان په واڼا سيمه کښې دقوماندان ملا نذير په مشرۍ دطالبانو لخوا دازبک جګړه مارانو په ضد دامنيتى سرتېرو په همکارى بريالى عمليات ترسره کيدو وروسته دحکومت او ځايې طالبانو ترمنځ ا من لوظنامه شوې وه چې په هغه کښې حکومت دعملياتو پرمهال ځايې خلکوته رسيدلې تاوان ورکولو ژمنه کړې وه يولوړپوړي دولتي چاروکى دنوم نه ښودلو په شرط سره ويلى دي چې يواځى د٢٠٠٤ په عملياتو کښې دځاني زيان په بدل کښې ترپنځو سوو زياتو کسانو ته ترشلوکروړوزياتې کالدار ورکړل شويدى چې په هغه کښې لږ ژوبل ته پنځوس زره ، زيات ژوبل ته دوه نيم لکه او وژل شوي خپلوانو ته پنځه لکه کالدارې ورکړل شويدي.
 




 دعوامي نيشنل ګوند پارلمانى مشر بشير احمدبلور دسى شنبې په ورځ دجى ټى روډ او سرکلر روډ دوره وکړه او دروانو پروژو جاج يې واخست نوموړى به دپرمختګ په پروژوکښې دځنډ څخه کاراخستنه باندې دسى ډى ،ا يم ډي ډپټي ډائريکټر سرکلر روډ له دندې ګوښه کړ اودجى ټى روډ دپروژې مسئول ته يې خبردارى ورکړ چې په دوې ورځې کښې دننه دروان کار حالت سم کړي ښاغلى بلور وويل چې دغه خبره دافسوس وړده چې دپېښورښار سړکونه خرابه دي اوداوبوګند ناليانو له امله اوسيدونکي له ستونزو سره مخامخ دى دپرمختګ کارونه ډېر سوکه او هرځاى کښې دګندګۍ انبارونه ترسترګو کيږي ښاغلى بلور وويل چې دښار دوري به کوي اوله خپلو دندو ناخبره به له دندو ګوښه کوي موجوده حکومت به دتيرو حکومتونو په شان دولس دمشکلاتو څخه ځان ناخبره نکړي داوسيدونکو هرې ستونزې ته به پشپړه پاملرنه وکړل شي.
 




کوهاټ کښې دپوليسو پرموټر بريد شويدى او له امله يې دري تنه پوليس وژل شويدى دشخصي ټلويزون دراپور ترمخه په کوهاټ کښې دپوليسوپرموټر دنابلده کسانو لخوا دلاسي بمونو په بريدکښې دري تنه پوليس وژل شويدى ويل کېږي پيښه دسوماري بالا سيمه کښې رامنځته شويده په پيښه کښې دايس،ايچ،او ظفرالله په شمول دوه تنه ژوبل شوى هم دي دوزل شوو پوليس عسکر دشانور، غفران او ظفرالله په نوم ياديږي.

Copyright Larawbar 2007-2024