کور / z_buitenland_news -- 5 / دخاصو آلماني عسکرو د خدمت موده يو کال اوږده سوه.

دخاصو آلماني عسکرو د خدمت موده يو کال اوږده سوه.

 آلمان په مرکزي پارلمان کي نن په قاطع اکثريت سره دا ومنل سوه چي په افغانستان کي د هغو جرمني عسکرو د خدمت موده يوکال نوره هم اوږده سي چي د امريکي په مشرۍ د   Operation Enduring Freedam   يا دوامداري آزادۍ تر کود نامه لاندي د تروريزم پرضد په عملياتو بوخت دي.
د جرمني په مرکزي پارلمان کي د پنجشنبې د ورځي په رايو اخستلو کي 413 وکيلانو ددې پرېکړي په پلوي   145 مخالف او 42 وکيلانو چي ډيری يي د آلمان د سوسيال ديموکرات د ګوندغړي وه ممتنع رای ورکړي دي.