کور / شعر / انتظار

انتظار

شاعر او ليکوال ښاغلی بازمحمد عابدبيا مې په زړه باندې راووريدې
د تليفون دې انتظار کومه
پوره اونۍ وشوه چې نه مې پوښتې
بيا به دې څنګه زړه ته لارکومه


ما نه به څه خطا ضرور شوي وي
چې په خوبونو کې اوس نه درځمه
ما نه دې هاغه وعدې هيرې نه دي
تا وی چې ټوله به شم زړه درځمه


پرون جمعه وه زه باور لرمه
تا به ((په شګو کې چينه)) اوريده
بيا دې د کوم شاعر په ژبه باندې
د کوم مين زړګي کيسه اوريده


زړګی مې داسې ګواهي ورکوي
چې ستا له ياده لا وتلی نه يم
لا مې په ذهن انديښنه خوره ده
لا دې په  نورو ز ه  منلی نه يم


د زړه خبرې درته ټولې کوم
تا وی چې ستا د ليک ځواب درليږم
داسې بې غمه به نور پاتې نه شې
زړه ته دې داسې انقلاب درليږم


لکه چې زړه کې دې در وګرځيدم
چې ستا د ياد وږمه تر څنګه راغله
رښتيا رښتيا به راته وايې ګرانې
په تا د مينې څپه څنګه راغله؟


د ماخوستن له لمانځه وروسته ګرانې
ګوره دعا کې به مې نه هيروې
ما دې ژورو ته د زړه کيباسه
ما به د شونډو په سر نه تيروې


رښتيا بيګا چې ستا مس کال راغی
والله موبايل کې مې پيسه هم نه وه
بس تر سهاره ناکراره ومه
بې له تا بله انديښنه هم نه وه


نن مې کريډټ ښه بلا ډېر واچوو
ته او خدای بيا راته مس کال راکړه
له زړه مې ټولې انديښنې لرې کړه
د مين زړه دې لږ احوال راکړه


1386/03/07
د کابل منډيي، سرای زرداد