کور / تازه خبرونه / په کابل ښار کي وسله وال مقاومت پاي ته ورسيد

په کابل ښار کي وسله وال مقاومت پاي ته ورسيد

امنيتي ځواکونو هغه وسله وال مقاومت پاي ته ورساوه چي بيګا له نيمي شپي راهيسي روان وو، او هغه کور يي په کوم کي چي دا وسله وال کسان پټ وو او په امنيتي ځواکونو يي ډزي کولي محاصره او په بشپړ ډول يي پاک کړ.


د پېښي په اړه د طالبانو مطبوعاتي دفتر د اعلاميې له مخي وسله والو طالبانو او دولتي سرتيرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ، ذبيح الله مجاهد ددې پېښي په اړه داسي ليکي :


د هغه مخامخ لس ساعته جګړې  وروسته ، چې د کابل ښار په زړه کې د” ګزرګاه” په سيمه کې دطالبانو او د دولت  د عسکرو  ترمينځ روانه وه، په پايله کې يې نن سهار لس بجې ، پنځه تنه مجاهدين  او شل تنه عسکر  ووژل شول
طالب وياند ليکي چي په دا مخامخ درنده جګړه دتيري شپې راهيسې په خرب ترپ روانه وه ، نوموړی ليکي چي د يکشنبې راهيسي دا دوهمه مخامخ جګړه ده چي ددوی سرتيري يې ددولت په مقابل کي د پلازميني په زړه کي په مخامخ ډول پر مخ بيايي، ذبيح الله مجاهد د يکشنبې د ثور اتمي په پېښه کي د ولسمشر کرزي په ګډون د يوشمېر وزيرانو د ژوبل کېدو خبره هم کوې مګر دا خبره د دولت له خوا نه ده تاييد سوې .


د طالبانو د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه بل خبر کي ويل شوي چي ددوی سرتيرو تيره شپه د لوګر ولايت په پل عالم کي پر يوه امنيتي پوسته د بريد په ترڅ کي هر څه لاسته راوړي او سرتيري يې وژلي دي ،خو ددې پېښي په اړه تر اوسه دولتي ادارو خبر نه دی ورکړئ .