کور / تازه خبرونه / خوست كې د سړك جوړولو پر يوه شركت بريد شوى

خوست كې د سړك جوړولو پر يوه شركت بريد شوى

د خوست د عليشېرو ولسوالۍ اړوند په يوه سرحدي سيمه كې د سړك جوړولو پر يوه شركت بريد شوى او له امله يې د ځايي چارواكو په خبره څلور لوى موټرونه سوځول شوي او دوه يې بريدكوونكو له ځان سر بېولې دي.
نوموړي بريد د بابرك تاڼې په نوم هغه سيمه كې شوې، چې ډېورېنډ پولې ته څېرمه پرته ده او ځايي چارواكي وايي، چې بريدكوونكي له همدې پولې را اوښتې وو
د عليشېرو ولسوالۍ امنيې قوماندان سمونيار شېرعلي وايي، چې وسله والو بريدكوونكو د نوموړي شركت دوه بلډيزر او دوه ډانټرك موټرونه ځاى پرځاى سوځولي او دوه نور لوى موټر يې له ځان سره بېولي دي.
د دولت مخالفو وسله والو طالبانو د دې پېښې مسؤوليت پر غاړه اخېستى دى.