کور / شعر / لږ ببر شه دزړه سره !

لږ ببر شه دزړه سره !

ته ا وخدای لږ ببر شه  د زړه سره
لږ کار واخله له  خپل افغاني هنره


دغلوآزاد بازار ور ک که له وطنه
ولس ټول خوارشو له ناسم کره


پر ماشومانو جنسي تیری کیږی
دیو- دوو هغو تن جلا کړه له سره


قانون جوړ دی و خوارانو ته
جنایت کارو ته مه وایه دنه لو سندره


واکداره محکوم تښتی له داره
بډي خور وله له یوه سره په ډبره


چې په حساب ورکړه کې کوي وعدې
دوه – درې له  هغو لیری که له بره


چې عدالت راوستلای نه شې
اختلاص ګر ورک که له دوتره


څوک مړه  څوک ماړه شوه په اسعارو
هیواد وران شو له اله ګوله


چې د نفاق کوی خبرې اترې
لیره یې که له یوه سره بې ډره


چې د ژبو  په مینځ کې اچوي جړه
هغه بهرنیان تیر که له بندره


زاړه لیری ځوان ته ورکړه اقتدار
له واکه لیره که نښتي له یوه سره


په شورا کې تل انډو خر وي
کمیسیون په کې اچوي ډبره


پرون د پښتون تاجک اګر مګر وو


ټوله یود بل سره  وه په شخړه
یو- دوه دي  نه وشړه په دې کا ر


نن د پښتون هزاره ده جرجړه


بهرنیان لاس وهی دننه په این وان
مه پریږده چې شی دا مسله بدتره


بس ده اوس پټه خوله نه ده  په کار
ځان مه اچوه ناګاره او ناخبره


د پهلوانانو وهل ا وټکول وه
دوسیه یې پټه شوه سر تر بره


کولای نه شې پریږده واک هغه ته
چې پورته کولای شی دا درنه ډبره


زړه وسوه ملک سراسر خراب شو
ته ا وخدای لږ ببر شه  د زړه سره


ځغاسته مو له یوه ډزه سره  ستاولیده
د ټولو په خوله کې ځان باسه وه خبره


«ولاړه » د تلل شوی تلل ناروادي
ته او خدای تیر شه دواک بل ځله