کور / تازه خبرونه / د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکو پر سرحدي شخړې خبرې وکړې

د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکو پر سرحدي شخړې خبرې وکړې

کابل ( دپژواک خبری آژانس) خبرورکوی چي د ملي دفاع وزارت يو لوړ پوړى پلاوى له پاکستاني پوځي چارواکو سره ليدلي دي.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مرستيال جنرال وزيري د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي دفاع وزارت داوپراسيون قوماندان جنرال افضل امان په مشرۍ پاکستان ته تللى دى.خو دا چې ددې سفر موخه څه وه، جنرال وزيري يې په اړه نور معلومات ورنکړل.
بلخوا دپاکستان دولتي اژانس ( اى پي پي) نن خبر ورکړ ، چې د جنرال افضل امان په مشرۍ افغان پلاوي نن په راولپنډۍ کې له پوځي چارواکو سره ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې ،چې راغلي پلاوي د پاکستان دپوځ عملياتي قوماندان جنرال اشفاق نديم احمد سره د سرحدي معاملو د هغږۍ په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ليدنه په دوستانه فضا کې ترسره شوې او په اړوندو معاملو بحث وشو.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي ،چې دواړو پلاوو د افغانستان د ګوشتې او د پاکستان دمومندو ايجنسۍ په سرحدي سيمو کې د رامنځته شوې شخړې په اړه هم تفصيلي بحث وکړ .
سرچينې زياته کړې، چې په دې خبرو کې دواړو لوريو پرېکړه وکړه، چې په دې اړه به خبرو ته ادامه ورکوي.
ديادونې ده ، چې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې دپاکستان له خوا ددروازې ددرولو او نورو تاسيساتو جوړولو له امله ددواړو هېوادونو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده.
ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د ملي امنيت شورا په غونډه کې ملي دفاع وزارت ، کورنيو چارو او د بهرنيو چارو د وزارتونو په ګډون ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د ډېورند د کرښې په اوږدو کې د پاکستانۍ دروازې، پوستو او نورو تاسيساتو د لرې کولو لپاره دې بيړني اقدامات ترسره کړي.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي نن په کابل کې ديوې خبري غونډې پر مهال وويل،چې دوى به د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا لپاره ټولې لارې چارې په کار واچوي.