کور / رسنۍ / د روغتون مجلې دوهمه ګڼه چاپ سوه

د روغتون مجلې دوهمه ګڼه چاپ سوه

له لرغوني غزني څخه د روغتون مهالنۍ روغتيايي مجلې دوهمه ګڼه چاپ شوه .

روغتون مجله چې د عبدالرحيم هلال په مسول مديريت چاپيږي، د هېواد په کچه لومړنۍ روغتيايي مجله ده، دا ځل يې هم د تېري ګڼې په څېر د تکړه ډاکټرانو ليکنې او څطړنيز مطالب راټول کړي چې لوستونکي ترې د روغتيا په برخه کې وړ مالومات او ګټه تر لاسه کولی شي

دا چې د روغتون مجلې په دې ورستيو کې ډېر مينه وال پيدا کړي، ستاسو مالي او معنوي مرسته ته اړتيا لري. که په دې برخه کې تاسو ورسره همکاري کولی شئ او يا غواړئ چې ددغې مجلې ګڼه تر لاسه کړئ نو په لاندې پتو يې له مسول چلونکي سره اړيکې ونيسئ.

د ټليفون شمېره:
0775480708
د ايميل ادرس: hillal.rahim12@gmail.com

طالب منګل