کور / خبرتیا او پيغامونه / د څلوېښتمي تلينې د لمانځني خبرتيا

د څلوېښتمي تلينې د لمانځني خبرتيا

د ستر فولکلوريسټ، ليکوال، شاعر ارواښاد محمدګل نوري د څلوېښتمي تلينې د لمانځني خبرتيا

د کندهار پوهنتون، د ښووني او روزني پوهنځي، د پښتو ژبي او ادبياتو څانګه په پام کي لري، چي د ستر فولکلوريسټ، ليکوال او شاعر، د پښتو ادبي انجمن او د پښتو ټولني د فعال غړي، مشهور ادبي شخصيت ارواښاد محمدګل نوري څلوېښتمه تلينه ولمانځي.

د ټولو درنو ليکوالو، فرهنګپالو او کلتوري ټولونو څخه هيله کوو، چي د اراوښاد نوري صاحب په اړه خپلي ليکني، خاطرې، شعرونه او پيغامونه د غوايي د مياشتي تر ١٠ مي نېټې پوري را وليږي .البته د ليکني عنوان بايد د غوايي د مياشتي تر (٢)نېټې پوري را واستوئ، تر څو د تکرار ليکنو سره مخ نه سو، او که چيري امکان ولري، چي خپلي ليکني په خپل ږغ کي را واستوئ، تر څو په لمانځ غونډه کي ستاسو په خپل ږغ کي خپرې سي.

ايميل : afghan_saq@hotmail.com