ماشوم شپونکی
زه لکه د نوری نړۍ ماشومانو
سحر د اذان سره راپاڅم
د هغوی د سحر چای
لباس او مقصد هماغه
چی زه ورسره توپیر لرم
زما شپه یخه تیره شی
ورځ می همدغه رنګ
د ډیری ولږۍ نه
خوب غالب شی
………………….
د لېوانو د ویرې
د رمو او ځان غم خورم
کله پدې دښته کې
په چغو راویښ شم
کله هم د چا سپیرې
چورلکې می غوږ ته
شور جوړ کړی
پدې سختو کې
د ژوند قدر می نه د
انسان سره شته او
نه هم د حیوان سره
…………………….
د ښوونځې زنګ او
د نوری نړۍ ماشومان
کله په تفریح کړی
او کله هم په رخصتی
ولی زما د ویری زنګ
زما زنګ د ژوند او مرګ
ترمنځ
یو ګام دی …..
چی زه پری کله د ویری له خوبه راپاڅم
او کله هم تر ګور لاړ شم….
ﺩﺷﭙﻮﻧکي ﺷﭙیلۍ کڼه ﺷﻮﻩ ﺍﻭﺳﺮﻟﮑﻲ ﻟﻪ ﺭمی ﭘﺎتی
ﺩ لیوانو ښه میله شوه ﻳﻮ څو ﻭﺭﻱ ﻟﻪ ﺭمی ﭘﺎتی
ﭘﻪ ﺳﺠﺪﻭﻫﻢ ﭘﻮﺭﻩ ﻧﻪ ﺷﻮﻩ چي ﻧﻔﺴﻮﻧﻪ ﻣﻮﮐﺎﻓﺮﺷﻮﻝ
ﺭﺍﻧﻪ ډﮏ ﺷﻮﻝ ﺩﻭﺯﺧﻮﻧﻪ ﺍﻭ ﺟﻨﺘﻮﻧﻪ ﺧﺎﻟﻲ ﭘﺎتی
(یادونه: ددې بیتونو شاعر راته ندی معلوم)
ویس شیرزی
د لندن ښار څخه