د ښاري زرغونتیا د زېربنا جوړول او د هغه مدیریت

د لراوبر اداره | اپریل 16th, 2013


Creation and management of urban green infrastructure

د ښاري زرغونتیا زېربنا ــــ د ټاکلو مېتدونو پواسط د خاورې او نبات لپاره د مساعدو اقلیمي شرایطو جوړولو او د هغه مدیریت ته وېل کېږي . د داسې اقلیمي شرایطو رامنځ ته کول لکه لنده بل چې د خاورې او نبات د تغذیې لپاره ضروري او د چاپېریال لپاره ګټور ، حیاتي او زیان نه رسونکی دي د زرغون ښاري جوړښت د پالېسي اساسي شمزۍ جوړوي . د ښاري زرغونتیا د داسی سالم مدیریت او تکنالوژي رامنځ ته کول چې وشي کولای په نوموړې ساحه کې د خلکو د هوسا ژوند په خاطر د خاورې د طبعي ساتنې او بیا رغونې لپاره د اوبو مناسب رژیم رامنځ ته کړي د چاپېریال ساتنی لمړی درجه دنده شمېرل کېږي . په لوی مقیاس د طبعي لاند شافت د جوړښت( ځنګلونو ، سیلابي خوړونو ، جبو ) ساتنه او بیا رغونه د زرغونې زېربنا د اوبو د بیلانس دتنظیم مهمې برخې جوړوي . انسانان د ژوند د چاپېریال د حساسو برخو په ساتلو سره کولای شي د اوبو کېفیت ښه کړي او له دې طریقه د وحشي حېواناتو ، الوتونکو مرغانو او په طبیعت کې د هوسا ژوند شرایط رامنځ ته کړي . د وګړو د کورني ژوند په مقیاس د زرغون جوړښت اساسات عبارت دي له کوچني کورني باغ ،د کور شا او خوا زرغون کمربند ، د چمن جوړول د لارو په اوږدو کې د نیالګیو کېنول ، د بارني اوبو ساتنه او کارونه ، د کثافاتو سالمه ټولونه او ورکونه .

زرغون جوړښت زمونږ د ژوند چاپېریال ته کومې ګټې رسوي؟

د ښاري زرغونتیا د جوړښت سره ډېرې یو د بل سره تړلې ایکولوژیکې ، اقتصادي ، ټولنیزې پوښتني تړاو لري .

د زرغون جوړښت ( green infrastructure ) ګټې په ښاري او ښار ته نږدې سیمو کې چېرته چې د ډېرانونو (کثافاتو) له وجې د نباتاتو ژوند له خطر سره مخامخ شوی ډېرې په زړه پورې دي .

د زرغون جوړښت مهمې ګټې په لاندې ډول دي :

ü د ډنډو او ولاړو اوبو د حجم کمول د خاورې او نبات د طبعي جذبونکو او ساتونکو ځانګړتیاو پواسط .

د زرغون نباتي پوړ(قشر) او شنو ونو ډېرښت د ګنده یا چټلو اوبو له توېدلو څخه کانالیزاسیون ته مخنیوی کوي او په دا شان زمونږ ویالې ،سیندونه او بحیرې د نوموړو اوبو له چټلیو پاک ساتي . د خاورې باکتریا ، میکروعناصر او نور موجودات د چټلو اوبو د تصفې طبعي دستګاه ګڼل کېږي .

ü د جوی شرایطو د بدلون په صورت کې د مخزنو له طغیان څخه مخنوی

ü د کاربن دي اکسید د حجم کمول په اتموسفېر کې . د زرغون ښاري جوړښت له برکته د کاربن دي اکسید ګاز د فوتوسنتز او نورو طبعي جریاناتو پواسط د اتموسفېر څخه لرې کېږي او په دا شان د ژوند هوسا چپېریال رامنځ ته کېږي .

ü زرغون ښاري جوړښت د ښاري ودانیو او تائسیساتو له حده زیاتی تودوخې مخنیوی کوي او په دا شان د اوړي په موسم کې د انرژي د کارونې ظریب را ټیټوي چې دا په خپل وار سره د ښار د اوسېدونکو پر اقتصادي وضیعت مثبت اثر شیندي .

ü د هوا د کېفیت ښه کېدل .

ونې او شنه بوټي د هوا د چټلولو ټاکلي عوامل جذبوي او په دا شان د تودوخې سره د تړلی ریاکشن کوم چې د ازون د قشر په جوړولو مرسته کوي مخه نیسي .

ü زرغون ښاري جوړښت د وحشي حېواناتو لپاره مناسب هستوګنځایونه برابروي او همداشان د ښار د اوسېدونکو لپاره د تفریحي پارکونه او نور ښکلي مناظر رامنځ ته کوي .

ü ټولنیزو او طبي څېړنو ښودلې چې نباتات او طبعي زرغونتیا دا هغه دوه مهم فاکتورونه دي کوم چې ښاري زرغون جوړښت يي د انسانانو د روغتیايي حالت په ښه کېدلو واردوي .

ü زرغون ښاري جوړښت د ځمکو د خرڅلاو ارزښت 30٪ لوړوي .

Copyright Larawbar 2007-2024