کور / تازه خبرونه / دامریکادبستون په ښارکي دماراتون دسیالیو پر ځای دوي چاودني وشوي

دامریکادبستون په ښارکي دماراتون دسیالیو پر ځای دوي چاودني وشوي

امریکا : دنړیوالورسنیوله مخي نن ماښام دامریکا دبستو ن ښاردماراتون دځغاستي دسیالیو په پایلوبه کي دوي درني چاودني ترسره شوي . دبستون پولیسودلمړنیومالوماتوله مخی ویلي ،چي دچاودني له امله دوه تنه وژل شوي او (۲۳) تنه ټپیان دي. دامریکادنورو رسینو دخبرله مخي دټپیانوشمیر ترسلو زیات دي.
د تلویزیون دانځورونوڅخه داسي مالومیږي ،چي خلک ډیر ویریدلي دي اودګډوډي حالت را منځته شوی دی ، خلک هری خواه ته دتيښتي په حال کي لیدل کیږي . عیني شاهدان وایی ،چي دپیښي د ځاي سره په لاره کي ډیري ویني توی شوي اودخلکو دبدن غړي هری خواته پراته دي . دامبولانس کارکونکي دپیښي ځای ته رسیدلي دي . اودټپیانودلیږدولوپه چاروبوخت دي.
دماساچوست آیالت دبستون ښارخلکو نن ددي ښارددوستي او پیوستون په نامه دجشن ورځ نمانځله چي داناوړه پیښه را منځته شوه. دماراتون دځغاستي په دغه سیالي کي (۲۷۰۰۰) خلکوګډون کړی وو .