کور / تازه خبرونه / دامریکاکانګرېس دګوانتاناموزندان دتړلو مخالفت کوي

دامریکاکانګرېس دګوانتاناموزندان دتړلو مخالفت کوي

واشنګټن : دامريکا سپینه ماڼی وايي،چي په ګوانتانامو زندان کې دبندیانو حالت خراب نه دي.دوی وایې بنديان یې ځکه يوې خونې ته راټول کړي،تر څودهغوى امنيت او روغتيا خوندي شي.
دا په داسې حال کې ده، چي رسنیوڅو ورځې مخکې خبرورکړی وو،چي د ګوانتاناموپه زندان کي دساتونکواو بنديانو ترمنځ په رامنځته شوې نښته کې يو شمېر بنديان ټپيان شوي وو.
د سپينې ماڼۍ وياند (جي کارني )پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وویل، دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې يو شمېر بنديانو له ډېرې مودې راهيسې د نه خوړواعتصاب کړى و، چې له امله يې روغتيايي حالت خراب شوى و.
ددغه خبرسرچينې زياته کړه، چې په ګوانتانامو کې رامنځته شوې شخړه له نږدې څارل کېږي او د دفاع وزارت دوى ته خبر ورکړى، چې بنديان له بېلابېلو خونوڅخه يوې لويې ساحې ته لېږدول شوي دي.
د سپينې ماڼۍ وياند زياته کړې، چې ولسمشر بارک اوباما اوس هم پرخپلې دې خبرې ولاړ دى چې دغه زندان بايد وتړل شي او د کانګريس پر وکيلانو يې تور پورې کړى، چې ددغه کار پر وړاندې خنډونه را ولاړوي.
د امريکا دفاع وزارت (پنټاګان) ويلي، چې په ګوانتانامو زندان کې ٤٣ بنديانو دنه خوړو اعتصاب کړى، خو د بنديانو مدافع وکيلان دا شمېر تر دې لوړ ښيي.
د ګوانتانامو دغه زندان په ٢٠٠٢ کال کې پرانيستل شواو هغه کسان په کې واچول شول، چې د ترهګرۍ ضد عملياتو په لړ کې نيول شوي وو.
په دغه زندان کې د القاعدې او طالبانو لسګونه غړي ساتل شوي، چې يو شمېر يې بېرته خوشې شوې دي.