کور / تازه خبرونه / کابل ته روانه دترکیه یوه الوتکه دبمي چاودني دشک په اړوندبیرته ترکیه ته راغله

کابل ته روانه دترکیه یوه الوتکه دبمي چاودني دشک په اړوندبیرته ترکیه ته راغله

دترکیه دولت یوه مساپروړونکي اير بس(A320 Airbus)ډوله الوتکه چي نن سهاردترکیه په مهلي وخت دري بجي داستانبول داتاتورک نړیوال هوا یې ډګر څخه دکابل په لور پرواز درلودی،په دغه الوتکه کي ناست مساپراودالوتکي عملیه له دووساعتواودیرش دقیقوپروازڅخه وروسته شکمن شوه چي ګوندي دالوتکي په منځ کي کوم بم ایښودل شوی وي ،پیلوټانوپه بیړه الوتکه بیرته دترکیه لور ته راوګرځوله.
دخبرسرچینه وا یې ،داسي ویل کیږي چي په هواکي په الوتکه کي دننه دموبیل تیلفون زنګ ته ورته یو ږغ واوریدل شو.مساپرینواودالوتکي کارکونکوددغه ناببره زنګ خاوند پیدا نکړی اوپه الوتکه کي دننه دټولوناستومساپرینو،کارکونکواوپیلوټانودویري او شک شکونه را پیداشول . دالوتکي پیلوټانوپریکړه وکړه چي الوتکه ددووساعتواو دیرش دقیقومزله څخه وروسته په بیړني ډول بیر ته داستانبول هوا یې ډګرکي را کښته شي. په دغه الوتکه کي ۱۳۵ مساپر ناست وو ،چي ټوله یې دکابل په لور روان وو.