پېښور کې د عوامي نېشنل ګوندپرغونډې چاودنه شوې

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اپریل 16th, 2013


پېښور:پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند غونډې ته نژدې بمي چاودنه کې ١٨ کسان وژل شوي او تر ٥٠ ټپیان دي. بل لور ته د پاکستاني طالبانو ویاند د دغه برید مسوولیت منلی.چاودنه د پېښور په یکه توت سیمه کې هغه مهال وشوه، چې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر غلام احمد بلور هم په غونډه کې شامل و.د چاودنې له امله غلام احمد بلور برسېرن ټپي شوی، چې روغتون ته ولېږدول شو، خو په وژل شویو کې د پولیسو د یوه مشر په ګډون شپږ عسکر شامل دي.بل لور ته د پاکستاني طالبانو ویاند د دغه برید مسوولیت منلی. د پاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان ویلي، د عوامي نېشنل ګوند پر غونډه یې د سیکولر پالیسي پر مخ بیولو له کبله برید کړی نوموړي زياته کړې چې ددي بريد هدف غلام احمد بلور نه بلكه هارون بلور وو .د عوامي نيشنل ګوند جګپوړی چارواکی غلام احمد بلور چې تېر حکومت کې يې د رېلوې وزارت دنده پر غاړه وه، د پوليسو په وينا له څرښنده ټپونو سره له چاودنې ژوندی وتلی دی په وژل شويو کې د پوليسو٢ افسران هم دي.دپيښور دپوليسو مشر يا سي سي پي او لياقت علي خان خبريالانو ته وئيلي دي دغه ځانمرگي بريد دپيښور په يکه توت علاقه کې هاغه مهال شوى دى ، کله چې دعوامي نيشنل پارټۍ مهم مشر حاجي غلام احمدبلور دانتخابي غونډې په لړ کې يکه توت ته ورسيدو. دپوليسو دمشر په وينا کله چې حاجي بلور دخپل موټر څخه ښکته کيدو نو په دغه مهال ځانمرگي تن دهغه دموټر ترڅنگ ځان والوځولو چې له امله يې يوه درنه چاودنه وشوه.هغه وويل په دغه چاؤدنه کې پينځه پوليس هم وژل شوي دي. چاؤدنه کې پخپله حاجي بلور هم سرسري ټپي دى اؤ دهغه ډرائيور مړ شوى دى. په دغه چاؤدنه کې دپيښور دکوتوالۍ تاڼې دايس ايچ او اؤ يو تاڼه دار وژل شوې په ټپيانوکې دلسو کسانو حالت انديښمن دى .

Copyright Larawbar 2007-2024