کور / شعر / خپلواكي

خپلواكي

دانسان فطرت کې نغښتې له ازله خپلواکي ده
دافغان بده ايسېږي تر ابده بل واکي ده
که چنګیز،سکندر،بابر؛هم افشار،ګرګین بریژینف
یرغلونه کول دلته اود انګریزو زورواکی ده
دقیس،ویس،کروړاو سړبن،بیټ غرغښت،خوشال اولاده
یرغلګر یي تارمار کړي،جوړه کړې ولسواکي ده
دپښتون،بلوڅ سرو نه منارونه وو جوړ سوی
په لیندۍ،توره یی ګټلې هوایی ده که خاکي ده
په تاریخ کې مثالونه دشهاب،محمود،احمد دي
او امان غازي اخیستې له انګریزه پلارواکي ده
دامان غازی نه وروسته؛دانګریز پنجابي چم کې
یو څو ورځې سرکوزي شوه چپاول او غل واکی وه
بیا ظاهر په پاچاهي کی څلویښت کاله پرمختګ وو
داوءد خان په جمهوریت کې په رښتیا مردم واکي شوه
له هغې راوروسته ګورو کودتا که انقلاب دي؟
دا د ختیځ جهادي ده که د غربیانو یانکي ده؟؟؟
خدایه!افغان کړې یوموټئ،یوه خوله شي او یو زړه شي
د زړه ور حمید دعا ده کیمیاوي که فزیکي ده…