د کندهار پوهنتون خبرتيا!!!

عطاالله محمدي | اگست 18th, 2013


کندهار پوهنتون ټولو هغو کسانو ته خبر ورکوي، چي د کندهار پوهنتون د شپې پوهنځيو د کانکور، د ازمويني له پاره ئې نوم ليکنه کړې وه، چي د لوړو زده کړو له وزارت څخه د کانکور د ازمويني د اخيستلو له پاره هيئت راغلی دئ او ټاکل سوې وه، چي د اسد د مياشتي پر ٢٤ او ٢٥ (پنجشنبه او جمعه) نېټه به د کانکور د شموليت کارتونه توزيع کېږي او د شنبې په ورځ (٢٦ اسد) به د کانکور ازموينه اخيستل کېږي، خو له بده مرغه چي تر (٢٠٠ ) ډيرو کسانو لا تر اوسه پوري د کانکور د شموليت کارتونه نه دي تر لاسه کړي. د کندهار پوهنتون رهبرۍ او د کانکور د ازمويني هيئت دا وپتېل، چي د يوې ورځي له پاره د کانکور ازموينه وځنډوي، تر څو ډېر ځوانان د کانکور په ازموينه کي ګډون وکړي.
نو ټول هغه کسان چي تر اوسه پوري ئې د کانکور د شموليت کارټونه نه دي تر لاسه کړي، سبا(شنبه) د اسد د مياشتي (٢٦) دي، د کندهار پو هنتون څخه د کانکور د شموليت کارټونه تر لاسه کړي او بل سبا يکشنبې ( ٢٧ اسد)، د سهار پر ٨:٣٠ بجې دي د کانکور د ازمويني له پاره خاصر سي.

Copyright Larawbar 2007-2024