کور / تازه خبرونه / کرمه ايجسي: د … ډلو ترمنځ دروغي-جوړي لپاره سل کسيزه جرګه

کرمه ايجسي: د … ډلو ترمنځ دروغي-جوړي لپاره سل کسيزه جرګه

لراوبر – پښتونخوا


دصوبه سرحد[پښتونخوا] ګورنر (والي) دډله ايزونښتو تراغيز لاندې سيمه کرمه ايجسۍ کشې دسنى او شيعه ډلوترمنځ دروغې جوړې لپاره سل کسيزه جرګه جوړه کړه بلخواته دکرمې ايجنسۍ په نښتو کښې دمرګ ژوبلې شميرنه خپرولو سره ويلى دي چې په تيرو څو مياشتو کښې لږترلږه دوه سوه پينځه تنه وژل شوى دي تيره ورځ دکوهاټ امنيتي چارواکي عمرخان افريدي خبريالانو ته وويل چې دګورنر سرحد اويس  احمدغنى په سپارښتنه باندې سل کسيزه لويه جرګه رامنځته کړل شويده جرګه به په سيمه کښې دشيعه او سني  ډلو ترمنځ روانې شخړې دحل لپاره هڅه کوي په جرګه کښې  ددواړو خواوو څخه پنځويشت پنځويشت تنه اخستل شويدي او دنورو پنځوس تنو په جمله کښې ددره آدم خيل پنځو قبايلي ايجنسيانو ان هنګو قبايلى مشران شامل دي که چرته جرګه په روغه جوړه بريالى شوه نو سياسي ان مذهبى مشران به هم په خبرواترو ورګډکړي حکومت له مخه څخه له دواړو خواوڅخه ددوه کروړه نغدواو څلورڅلورکروړه روپۍ تحريرى ضمانت اخستۍ دى.