توپانونو ،بارانونواوریګي بادونوپه کندهارکي دناټو (۵۰) چورلکې زیان مني کړیدي

59 | اپریل 27th, 2013


دایساف ځوکواکونوپه یوه رپوټ کي راغلي ،چي دروان کال داپریل دمیاشتي د۲۳ نیټي زورورو،توپانونو ،دوړو ،بارانونواوریګي بادونوپه کندهارکي دناټومیشتوځواکونوپه ځانګړۍ اډه کي څه دپاسه (۵۰ ) چورلکي ویجاړي کړي اویا زیان مني شویدي.دناټوویانددپیښي دخبردتاييد نه وروسته ویلي ،چي دغه چورلکوته ډیر زیان رسیدلي دي اوموږ هڅه کوو چي دزیانمن شوو الوتکودبیرته جوړیدو اوترمیم چاري پیل کړو.دی وایې چي زیانمني شوي الوتکي ټولي دکندهار په هوایې ډګر کي ناستي دي اودمګړي دګټی اخیستونه دي.
دناټوځواکونومشروایې چي ،دچورلکودویجاړیدوله کبله زموږځواکونه دغټوستونځوسره مخامخ شوي او دمخالفینوسره دجګړي پرمهال دافغان اردواوایتلافي ځواکونودګډوعملیاتوپه درشل کي يې لوی خنډونه منځ ته راوړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024