کور / خبرتیا او پيغامونه / د ثور د اوومې بدمرغې کودتا د ۳۵مې کلیزې په اړه داسلامي امارت بیانیه

د ثور د اوومې بدمرغې کودتا د ۳۵مې کلیزې په اړه داسلامي امارت بیانیه

له نن څخه ۳۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه نیټه په افغانستان کې کمونیستي ګوندیانو دیوې خونړۍ کودتا له لارې زموږ داسلامي هیواد دواکمنۍ په تخت قبضه وکړه .

دافغانستان په شمالي ګاونډ کې کمونیستي شوروي اتحاد چې له څو لسیزو یې په افغانستان کې په خپلو اجنټانو باندې سرمایه ګذاري کړې وه ، او ددې هیواد په تعلیمي او حکومتي ادارو کې یې له ډير پخوا دخلقیانو او پرچمیانو په نوم یو شمیر پلویان او معتقدین پیدا کړي وو ، دثور په اوومه یې خپلو اهدافو ته درسیدو په خاطر دخپلې استعماري تګلارې یو بل پړاو هم پلی کړ او ددې هیواد دسیاسي واک دخپلولو هڅه یې وکړه .

سره له دې چې دغوایي دانقلاب شعارونه خورا ګرم او احساساتي وو ، او انقلابیانو یې افغان اولس ته دسوکالۍ او ابادي زیری ورکاوو ، مګر وروسته افغانانو ولیدل چې دثور کودتا په حقیقت کې ددې هیواد او اولس د اوږدو بدمرغیو دشروع پيلامه وه ، چې خورا ډیره موده یې افغانان وځورول .

دافغانستان د ۳۵ کلنې غمیزې دبیلابیلو پړاوونو په اړه که څه هم بیلابیل قضاوتونه شته ، مګر افغانان ټول په دې سره یوه خوله دي ، چې ددې ناخوالو ترټولو لومړني او اساسي مسؤلین افغاني کمونیستان او ددوی شوروي باداران دي ، چې دخپلو ناروا اهدافو لپاره ددې اولس په دین ، عقیده ، روایاتو ، وطن او خلکو باندې وبلوسیدل .

دثور دکودتا د ۳۵ کلیزې په رارسیدو د افغانستان اسلامي امارت یوځل بیادافغاني کمونیستانو دامجرمانه عمل په کلکه تقبیح کوي ، او افغان اولس ته اعلاموي چې دخپلو ۳۵ کلنو ناخوالو اصلي عاملان پخواني کمونستان چې اوس یې دامریکایي امپریالیزم ګوډاګیتوب ته ملاتړلې وپیژني او دخپل دین او وطن داصلي غدارانو په توګه ورسره چلند وکړي ، نن دپخوانيو کمونستانو بديادونه افغانانو ته په داسي حال کې ورپه زړه کيږي چې هغوته ورته له يوبل نيواک سره مخ دي ، معاصر يرغلګران هم دثور له جريانه بهتره او توپير لرونکي څوک ندي اوباید درک کړي چې هغه کمونستان چې يوځل يې په افغانستان کې دايمان په وړاندې ګونډه غبرګه کړې ده ، تاسوته به هم کله دښيګڼې مشوره درنکړي او دپخواني شوروي غوندې به مو په ناسمو لارو سوق کړي ، افغان ميړنی ولس له هر ډول اشغال سره حساسيت لري اولرې نه ده چې دپخواني شورې په انجام به نني يرغلګران او مزدوران يې هم اخته کوي ، زموږ ولس هوډ لري چې خپل دین ، هيواد او عزت ته به له نني شريرو څخه هم بشپړه آزادي او نجات ورکوي . ان شاءالله

دافغانستان اسلامی امارت

۱۴۳۴/۶/۱۷هـ ق

۱۳۹۲/۲/۷هـ ش ــ 2013/4/27م